د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوند‌زاده په کندهار کې له چارواکو او محلي مسوولانو سره په یوې لویه غونډه کې لیدلي دي‎. باختر خبري اژانس پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې هبت‌الله اخوند‌زاده له چارواکو سره په دغې لیدنه کې د اسلامي امارت پر ځواکونو غږ کړی چې د ټولبښنې فرمان ته دې درناوی وکړي.

د اسلامي امارت مشر ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونه باید د مخکیني حکومت پوځي کارکوونکو او سرتیرو ته د دوی د تېرو کړنو له امله له سزا ورکولو لاس واخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

باختر خبري اژانس لیکلي چې د اسلامي امارت مشر په دغې سترې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال د اسلامي امارت له ځواکونو غوښتنه کړې چې د پلټنې پر مهال له خلکو سره نېک او ښه چلن وکړي، شپه او ورځ د ښاریانو د امنیت خوندیتوب ته پام وکړي او د ګزمې او پلټنې پر وخت دې چا ته ستونزې نه جوړوي.

نوموړي همداراز د اسلامي امارت ځواکونو او غړو ته لارښونه کړې چې د خپلو مسوولیتونو د ترسره کولو په برخه کې دې له علماوو سره مشوره وکړي او له خپل سرو فعالیتونو دې ډډه وکړي.

اخوند‌زاده همداراز سپارښتنه کړې چې د اسلامي امارت ځواکونه دې ته له زور واکۍ ډډه وکړي او د افرادو د ګومارنې په برخه کې دې د ژبې او قوم پرځای، لیاقت او وړتیا په پام کې ونیسي.

د اسلامي امارت مشر زیاته کړې چې د افغانانو درناوی او عزت د نړۍ په هېڅ هېواد کې نه‌شي، خوندي کېدای. نوموړي له هېوادوالو غوښتنه کړې چې هېواد کې پاتې شي او له مسوولانو، علماوو او قومي مشرانو یې غوښتنه کړې چې خلک وهڅوي، څو هېواد کې پاتې شي.

نوموړي ټينګار کړی چې خلک له اسلامي امارت څخه غوښتنې لرې او باید درناوی وشي او عزت یې خوندي کړل شي. د نوموړي په وینا، اسلامي امارت اوس په یوې ازموینه کې راګېر دی او په دغه ازموینه کې د بریا لپاره باید هڅې وشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت د مشر له لوري دغه لارښوونې داسې مهال خپرېږي چې په دې وروستیو ورځو کې د مخکیني حکومت د پوځیان د نیولو او ربړولو رپوټونه خپاره شوي چې د ګڼ‌شمېر هېوادوالو اندېښنې یې راپارولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام