د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د کوکنار او نورو هر ډول نشه‌يي توکو پر کښت بندیز اعلان کړی دی.

په دغه فرمان کې راغلي چې له دې وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت په مطلقه توګه منع دی او څوک نشي کولای چې د کښت هڅه یې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په یاد فرمان کې د شرابو، هیرویینو، ټابلیټ کا، شیشه، چرسو او د نورو نشه‌يي توکو پر استعمال، پلور، پېر، تولید، صادرات او وارداتو هم بندیز لکېدلی او ویل شوي، که څوک ترې سرغړونه وکړي، د شریعت سره سم چلن به ورسره وشي.

په فرمان کې همداراز د کوکنارو له کروندګرو غوښتنه شوې چې پر خپلو ځمکو د کوکنارو له کرلو لاس واخلي او که چېرته څوک سرغړونه کوي، کښت به یې له منځه وړل کېږي او د شریعت له مخې چلن به ورسره وشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت مشر ټينګار کړی چې د دغه فرمان پلي کول، حتمي او لازمي دي او که څوک ورسره مخالفت وکړي، د عدلي او قضايي ارګانونو له‌خوا به سزا ورکول کېږي.

د اسلامي امارت مشر پر داسې مهال د کوکنارو د کښت بندېدو فرمان ورکوي چې همدا اوس په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ټولولو (نېش وهلو) وخت دی او خلکو په پراخه پیمانه کوکنار کرلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام