Asset 1SWN

هېواد کې ۱ ميليون ماشومان په نشه‌يي توکيو روږدي دي

12547018_838-owwnwa9hs6m1hq6saftedtrk7lomcsdalixtozu0lw

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولان وايي چې په افغانستان کې ۱ ميليون ماشومان په نشه‌يي توکيو روږدي دي.

د ياد وزارت سرپرست بشیر احمد ته‌ینج وايي، له يادو ماشومانو ۵۰ سلنه يې نجونې دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولان په داسې حال کې د ماشومانو چې پر نشه‌يي توکيو روږدي دي،خبر ورکوی چې د  کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي، په تېرو ۶ مياشتو کې يې يو شمېر د نشه‌يي توکيو پرچون پلورونکي نيولي.

د نوموړي په وينا، له يادو کسانو سلګونه کيلو ګرامه نشه‌يي توکي لاس ته ورغلي.

د کورنيو چارو وزارت وياند ټينګار کوي چې ياد وزارت له عامې روغتيا وزارت سره په ګډه کار کوي چې د نشه‌يي توکيو د روږديو کسانو درملنه وکړي؛ خو عامې روغتيا وزارت کې د نشه‌يي توکيو د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه کم دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مسوولانو په وينا، نږدې ۴ ميليونه ماشومان په بد وضعيت کې ژوند کوي چې ۲ ميليونه يې نجونې دي.

د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، له هغو ۲ ميليونه نجونو چې په بد وضعيت کې ژوند کوي، ۴۰ سلنه يې په جبري توګه واده کولو. سخت کارونه، له ښوونځي منع کول، پلور او جنسي ناوړه ګټه اخيستنې خطر سره مخ دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت زياتوي چې يوازې په مرکز کابل کې ۶۰ زره يتيم ماشومان ژوند کوي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام