Asset 1SWN

د ا.ا مشر کندهار کې د اوبو د ۵۰ ژورو څاګانو د کیندنې امر کړی

1

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې د اوبو ۵۰ ژورې څاګانې کیندل کېږي او ترڅنګ به یې د اوبو رسولو شبکې هم جوړې شي.

دغه څاګانې د کندهار په «رېګستان، شورابک، سپین‌بولدک، ښاولي‌ کوټ، خاکرېز، نېش، میانشین، میوند، غورک او ارغستان ولسوالیو کې کېندل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس عبدالجبار حکمت وايي چي د ا.ا مشرتابه د کندهار په لسو ولسوالیو کي د ژورو څاګانو د کیندنې او خلکو ته د پاکو اوبو رسولو د شبکو د جوړولو امر کړی دی.

نوموړي وویل: «د اميرالمومنين له لوري څخه په لسو ولسواليو کي د پنځوسو برمو د جوړولو امر شوی او سروې يې شوې ده. دا هغه ولسوالۍ دي چي خلکو په‌کې پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود.»

له دې سره هم‌مهاله تازه د کندهار په دامان ولسوالي کي د کليو او پراختیا رياست په همکاري د هافا موسسې له‌خوا سلو کورنيو ته د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کندهار د اقتصاد رییس په وینا، دغه شبکه د سلو کورنو لپاره د ۱۰۰زره ډالرو شاوخوا «اته میلیونه افغانیو» په لګښت جوړه شوې ده. «دا پروژه چي د دامان ولسوالي په خوشاب کلي کي جوړه شوې په شاوخوا ۱۰۰زره ډالرو جوړه شوې او تر دوه زره زیات کسان به د پاکو اوبو څخه برخمن شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د يادونې وړ ده چي تر دې وړاندي د کندهار په خاکرېز، ډنډ او ژېړۍ ولسوالیو کي د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړې او ګتي اخیستنې ته سپارل شوي چې ورسره څه باندې ۱۰۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام