Asset 1SWN

د ګردېز- ډنډپټان ولسوالي لویه لاره د غرښوویېدنې له امله تړل شوې

لاره

د پکتيا د ټولګټو چارو رياست مسولان وايي، د مرکز ګردېز – ډنډ پټان ولسوالي ترمنځ  لویه لاره نن سهار دوشنبه، غويي لسمه د غرښوویېدنې له امله تړل شوې.

د  ټولګټو چارو رياست څخه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياده لویه لاره نن سهار د احمدخېلو ولسوالي په اړوند سیمه کي د غرښوویېدنې له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې ويل شوي د ټولګټو ریاست کاري پرسونل د لارې پرانېستلو لپاره مشینیري او پرسونل ساحې ته لېږلي دي، څو ژر تر ژره لاره د ټرافيک پرمخ خلاصه کړي.

په ياده لاره مرکز ګردېز ته د شپږو ولسوالیو اوسېدونکي تګ-راتګ کوي او همداراز پاکستان ته هم پر ياده لاره سوداګریز توکي لېږد رالېږدول کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هېواد په ډېری سیمو کې له تېرو نږدې درېوو اوونیو راهیسې اورښتونه روان دي چې ځینو سیمو کې د غرښوویېدنې پېښو ترڅنګ سېلابونو هم خلکو ته زیانونه اړولې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام