Asset 1SWN

پکتيا کې د غر ښوویېدنې له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د غر ښوویېدنې له امله د یوې کورنۍ پنځو غړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست رييس نثاراحمد نجات وايي، د پکتيا د وزې ځدراڼ ولسوالي اړوند سیمه کې پر يوه کور غر ښوویېدلی چې له امله يې د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نثاراحمد نجات همداراز وویل چې یاده پېښه بېګاه شاوخوا ۱۱بجې د وزې ځدراڼ ولسوالي د «خوسا چينګی» په نوم سيمه کې رامنځته شوې.

نجات دا هم وويل چې په مړو شويو کې د محمدالدين په نوم کس د هغه درې زامن او يوه لور مړه شوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، د تېرو څو ورځو راهیسې د اورښتونو له امله تر دې دمه د پکتيا بېلابېلو سيمو کې تر ۵۰ کورونه په نيمه او بشپړ ډول له‌منځه تللي او هم کرنيزې ځمکې د سېلاب راوتو له امله ویجاړ شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام