Asset 1SWN

تورخم کې غر ښوویېدنه؛ د پنځو افغانانو په ګډون اووه کسان مړه شوي

3777796-715567978

په تورخم کې د غره ښوویېدنې له امله د پنځو افغانانو په ګډون د مړو شویو کسانو شمېر اووه ته رسېدلی دی.

یو‌شمېر پاکستاني رسنیو نن شنبه د اپرېل ۲۲مه راپور ورکړی چې د خېبرپښتونخوا اړوند تورخم سیمه کې د غره ښوویېدنې له کبله د مړو شمېر اوو ته رسېدلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 دغه پېښه د روانې اپرېل میاشتې په ۱۸مه نېټه هغه مهال رامنځته شوه چې لسګونه موټر په یاده سیمه کې افغانستان ته د اوښتو په تمه ولاړ وو چې غر پرې راوښویېد.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، له دې وړاندې پنځه نور اېستل شوي جسدونه د افغانان و، خو د یادو دوو جسدونو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

سیمه کې د ژغورنې ډلې رسنیو ته ویلي چې تر خاور او ډبرو لاندې د احتمالي ژوندي پاتیو کسانو او جسدونو رااېستلو لپاره هڅې روانې دي او سلګونه کسان شپه او ورځ د ژغورنې پر عملیاتو لګیا دي.

ویل کېږي چې په لسګونه کانټېنر او لارۍ یاده سیمه کې د ډبرو او خاورو لاندې شوي چې تراوسه یوازې د ۲۵ کانټېنرونو د اېستلو خبر ورکړل شوی دی.

 د پېښې ډېری قربانیان افغانان دي او پاکستان د یادو قربانیانو د کورنیو غړیو ته له ویزې او پاسپورټ پرته دغه هېواد ته د اوښتو اجازه ورکړې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د قربانیانو د کورنیو یو‌شمېر غړي نیوکه کوي چې له پېښې د څلور ورځو په تېرېدو سره یې لا هم تر خاورو لاندې دي او د ژوند او مرګ په اړه یې خبر نشته.

دوی همداراز نیوکه کوي چې دواړه حکومتونه دي تر خاورو او ډبرو لاندې شوي کسان ژر تر ژره وباسي، یا دې دوی ته اجازه ورکړي چې خپله لاس په‌کار شي.

یاده سیمه کې له اوږدې مودې راهیسې د یوه ترمینل د جوړېدو چارې روانې دي چې څلور ورځې وړاندې د یوه سړک د پراخولو په موخه چاودېدونکي توکي چاودل شوي چې له کبله یې غر ښوویېدلی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غر ښوویېدنې پر مهال سړک کې لسګونه موټر افغانستان د اوښتو په تمه ولاړ وو چې تر خارو او ډبرو لاندې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام