Asset 1SWN

پکتیکا کې له غره څخه پر یوه کور ډبرې ښوویېدو یو ماشوم مړ کړی

یییی

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له کبله له غره څخه پر یوه کور د ډبرې ښووېدو له کبله یو ماشوم مړ او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس منصور حماس وايي چې پېښه د یاد ولایت د برمل ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال نوموړي سلام‌وطندار ته وویل چې تېره ورځ هم د یاد ولایت د جانیخېلو ولسوالي اړوند سیمه کې د تندر پرېوتو  له امله یو کس مړ شوی دی.

د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس همداراز وویل چې وروستیو اورښتونو د یاد ولایت د مرکز په ګډون په زېړوک او ارګون ولسوالیو کې ځینې کورونه هم نړولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د روانې اوونۍ له پیله د هېواد په ځینو ولایتونو کې تازه اورښتونه شوي چې له امله یې ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو خبر هم ورکړل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام