د میدان وردګ محلي چارواکي وايي چې د دې ولایت اړوند په دایمیرداد ولسوالي کې پر یوه استوګنیز کور د غره ښويېدنې له امله درې کسان مړه شوي او دوه ټپیان دي.
د دوی په وینا، یاده پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دایمیرداد ولسوالي په «کوزې چنګې» سیمه کې هغه مهال وشوه چې له غره څخه پر دغه کور ډبرې راوښوېدې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوال دینمحمد حقاني سلاموطندار ته ویلي چې په دغه پېښه کې یوه مېرمن او دوه ماشومان وژل شوي او یوه بله مېرمن او یو نارینه سخت ټپيان دي.
د حقاني په خبره، ټپيان له خاورو رایستل شوي او د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. بلخوا د میدان وردګ د عامې روغتیا ریيس زرک ځيرک سلاموطندار ته ویلي، په پېښه کې د ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دغه پېښه په داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې هم د هېواد په ډېری ولایتونو کې د غره ښويېدنې او یا هم د واورو ښوویدنې له امله ورته پېښې شوي او هغه کورونه چې د غرونو او تپو په لمنو کې دي، ګڼشمېر مالي او ځاني زیانونه یې وراړولي دي.