پرون ورځ په بدخشان کې د څښاک اوبو د شبکې د پرې کېدو، برښنا او د امنیت نه‌شتون په اړه پراخ لاریون وشو، خو دغه لاریون پر تاوتریخوالي واوښت. د لاریون راغوښتو په اړه څو ورځې کمپاین شوی وو.

دغه لاریون هلته په تاوتریخوالي واوښت چې د بدخشان والي او پولیسو پر اعتراض کوونکیو ډزې وکړې.

په بدخشان کې د والي او پولیسو له لوري پر اعتراض کوونکیو ډزې کول، دلته په کابل کې د ولسي جرګې د یو‌‌شمېر غړو غبرګونونه له ځان سره درلودلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دغې جرګې رییس میررحمان رحماني وویل چې د بدخشان د والي او مسوولانو له لوري پر لاریون کوونکو ډزې کول، د منلو وړ نه دي او په دغه ولایت کې یې مدني ارزښتونو ته زیان رسولی دی.

رحماني د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله، څو د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنه وکړي او پایلې دې له جرګې سره شریکې کړي.

په همدې حال کې نن چهارشنبه اعتراض کوونکو په بدخشان کې د ولایت مقام مخ ته پرلت کړی او د دغه ولایت د والي د ګوښه کېدو او محمکې غوښتنه کوي. د ولسي جرګې غړی حجت‌الله خردمند وایي، د بدخشان ولس یوازې غوښتل چې خپل غږ د والي تر غوږونو ورسوي، خو والي د دوی مدني حرکت ته پر ډزو ځواب ورکړ.



د نوموړي په وینا، د بدخشان د ولس غوښتنه دا ده چې اوسنی والي دې له خپلې دندې ګوښه او عدلي او قضایي بنسټونو ته دې ور وپېژندل شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو بل غړی واقف حکیمي وایي، په بدخشان ولایت کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او هلته دغه وضعیت د حکومت د وسله‌والو له لوري نه، بلکې د دغه ولایت د والي له لوري رامنځ ته شوی دی.

رسمي شمېرې ښيي چې په دغه ولایت کې د پرون ورځې پر لاریون کوونکو د ډزو په پایله کې درې لاریون کوونکي وژل شوي او نیږدې ۳۰لاریون کوونکي ټپیان دي. خو په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي وایي چې په دې پېښه کې ۹کسان وژل شوي او ۴۰کسان ټپیان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام