Asset 1SWN

د کونړ دانګام؛ پر ګودام بدل شوی ښوونځی

2020_09_02_12_15_IMG_5858

که څه هم تېرو څو کلونو کې میلیونونه ډالر د بیارغاونې په کارونو لګول شوي، خو ډېرې داسې پروژې شته، چې د فساد او درغلیو له کبله یا نیمګړې پاتې شوي او یا هم په ټیټ کیفیت بشپړې شوې دي.

په یوې پروژې څو ځلې قرارداد، سهمونه او برخې ورکول او د وسله‌والو ډلو موجوديت هغه لاملونه دي چې د پرمختګ چارې یې نمیګړې پرېيښې دي.

د دغو نیمګړو کارونو یوه بېلګه د کونړ دانګام ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ ده چې لسو کلونو کې یې هم چارې نه دي بشپړې شوي.

د شنې او ښېرازې درې منځ کې په داسې یوه سړک حرکت کوو چې ځای ځای د ماین چاودنو ویجاړ کړی.

دانګام، هغه سیمه چې ډېر کلونه د جګړو او مرګ‌ژوبلې شاهده پاتې شوې.

که څه هم د کونړ دا ولسوالۍ اوس امن شوې؛ خو وخت نا وخت پرې د پاکستان له لوري د هاوان مرمۍ توغول کېږي چې د انساني زيانونو ترڅنګ یې اوسېدونکيو ته مالي زیانونه هم اوړي.

دانګام کې امنیتي حالت که هرڅومره خراب شوی هم دی؛ خو ښوونځي په کې نه دي تړل شوي.

موږ «بېداد» سیمه کې له موټرو پلي او پر یوه اوسپنیز پل هغې ودانۍ ته ورپورې وتو چې شاوخوا لس کاله مخکې یې د جوړېدو چارې پیل شوي او تر اوسه نیمګړې پاتي دي.

دا اته ټولګيو والا نیمه جوړه شوې ودانۍ اوس بېرته د ړنګېدو په حال کې ده.

ټولګي یې دروازې او کړکۍ نه لري؛ خو یوازې د لرګیو چوکاټونه چې اوس یې ځینې بېرته چڼېدلي، لري.

پر ودانۍ داسې کانکریټي چت اچول شوی چې د لږ باران پر مهال هم راڅاڅي او د سیمې خلک خو لا وايي، لنټر کې یې ډبرې هم کارول شوې دي.

د «بېداد» د نجونو ښوونځي بودیجه ۵۱۹۱۵۵۴ افغانۍ کېږي چې د هندوستان هېواد له لوري د ننګرهار شرق په نوم یوه ودانیز شرکت ته ورکړل شوې؛ خو دغه شرکت د یادې پروژې کارونه نیمګړي پرېيښي دي.

د دغې پروژې د پیل نېټه د ۱۳۸۹ کال د حمل میاشتې ۷مه او د پای نېټه یې د همدې کال د لسمې میاشتې ۷مه نېټه وه؛ خو د شاوخوا لسو کلونو په موده کې هم دا ودانۍ نه ده بشپړه شوې.

زده‌کوونکي په همدې ړنګه او نیمګړې ودانۍ کې درس ته داسې حال کې دوام ورکوي چې له یادو ستونزو سره سره د تشناب، پاکو اوبو او نورو اسانتیاوو څرک په کې نه لګي.

له دې سره، دغه ښوونځی د سیمې د خلکو لپاره د یوه ګودام حیثیت لري.

دوو ټولګیو کې یې پیاز لیدل کېږي چې وچولو ته په کې اچول شوي.

دوو نورو ټولګیو کې یې بوس او نوره ګندګي ښکاري چې د یوې کنډوالې ګومان پرې کېږي.

د دانګام ولسوالۍ د «بېداد» سیمې قومي مشر ملک عبیدالله وايي، په ځلونو ولایت مقام او د پوهنې وزارت ته د دغه ښوونځي د جوړولو لپاره عارض شوي، خو غږ یې نه دی اورېدل شوی.

د دانګام د «بېداد» بل قومي مشر غلام‌الله وايي، دغې نیمه‌کاره ودانۍ ته د سیمې زده‌کوونکې ورځي؛ خو که باران وي، بیا ښوونځی رخصت وي.

هغه وايي، د دوی د سیمې نجونې ښوونځي ته ځي؛ خو د ښوونځي ودانۍ یې په کنډوالې بدله شوې.

د «بېداد» د نجونو ښوونځي ته ځمکه د سیمې یوه اوسېدونکي اعتبارخان ورکړې؛ خو د ښوونځي اوسني حالت ته دومره خفه دی چې وايي، که حکومت دې کال کې دا نیمګړې ودانۍ ونه‌رغوي، ړنګه به یې کړي.

د دانګام ولسوالۍ قومي مشران او ځوانان له حکومته غواړي چې ژر د دغه ښوونځي ودانۍ له سره ورغوي، څو نجونې مناسب چاپېریال کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د دانګام ولسوالۍ د پوهنې امر ذبيح الله مشواڼی وايي، د «بېداد» او یوې بلې دیني مدرسې چې د هغې ودانۍ هم ړنګه شوې، د جوړولو لپاره یې پوهنې ریاست ته راپور ورکړی دی.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د ننګرهارشرق شرکت مسوولان وپوښتو؛ خو پرې بریالي نه شوو.

په همدې حال کې د کونړ د پوهنې ریاست چارواکي مني چې دانګام کې د یوې دیني مدرسې ترڅنګ د بېداد د نجونو د منځني ښوونځي ودانۍ نیمه‌کاره پاتې شوې ده.

د پوهنې رییس مجیب الرحمان همدرد سلام‌وطندار ته وویل، هڅه کوي چې د «بېداد» ښوونځي لپاره دویم ډونر پیدا او پاتې کار یې بشپړ کړي.

هغه زیاتوي چې د ټول کونړ په کچه د ۱۳ بابه ښوونځيو د ودانیو جوړېدو چارې نیمګړې پرېښودل شوي چې ۳ یې بېرته جوړ شوي، خو لس لا هم نیمګړي پاتې دي.

د پوهنې ریاست د شرکتونو نامعلوم ادرسونه او کابل کې د قردادونو کول، د دغو ودانیو د نه جوړېدو کره لاملونه یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام