Asset 1SWN

نړیوال بانک: د افغانستان ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

hamid12

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس هنري کرالي اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د ټولو ۱۸ زره ښوونځیو له ډلې نیمايي هغه یې ودانۍ نه لري او نږدې ۳.۷ میلیونه افغان زده‌کوونکي په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

د نوموړي په خبره، سره له دې چې میلیونونه ډالر په افغانستان کې لګول شوي، خو لا هم د دغه هېواد ښوونې او روزنې برخې ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

هغه ویلي، په افغانستان کې د زده‌کړې کیفیت لا هم ټیټ دی او د لومړنیو ټولګیو ډېری زده‌کوونکي سم لیک او لوست نه شي کولای.

که څه هم د پوهنې وزارت چارواکي په ټول هېواد کې د فعالو ښوونځیو کره شمېرې نه ښيي، خو وايي، اوس په هېواد کې ۴۶ سلنه ښوونځي چې شاوخوا ۷ زره کېږي، ودانۍ نه لري.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، اوس په ټول هېواد کې ۴۶ سلنه ښوونځي له ودانیو بې‌برخې دي. نزهت زیاتوي، د ۶ زرو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو پروګرام پیل شوی چې په لومړي پړاو کې به یې د ۲ زرو او دویم هغه کې هم د ۴ زرو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شي.

د پوهنې وزارت چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې په یوشمې ختیځو او سوېلي ولایتونو کې د ناامنیو له کبله له زرو ډېر ښوونځي تړلي دي.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام