کورونا؛ افغانستان به په راتلونکو څلورو اوونیو کې سختې ورځې تجربه کړي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، افغانستان به په راتلونکو څلورو اوونیو کې تر ټولو بدې ورځې تجربه کړي.
د هغه په خبره، هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو، پرې د خلکو اخته کېدو او له کبله یې د مړو شویو کسانو کچه ښيي چې د دغه ویروس درېیمه څپه د لومړۍ او دویمې هغې په پرتله څو برابره وېروونکې ده.

طالبانو د چاه‌اب ولسوالي ودانۍ او امنیه قومنداني نیولي

د تخار د ولایتي شورا رییس محمد اعظم افضلي سلام‌وطندار ته وایي، بېګاه شپه طالبانو د چاه اب ولسوالي پر مرکز پراخ بریدونه کړي چې امنیتي ځواکونه نن چهارشنبه د دغې ولسوالي له ودانۍ او امنیه قومنداني وتلي او د چاه اب نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

له طالبانو سره د هند لومړنۍ اړیکه

هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې هند د لومړي ځل لپاره د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون، له ځینو نورو طالب چارواکو سره اړیکه نیولې ده. د هندوستان ټایمز د راپور له مخې چې نن خپور شوی، دا اړیکه د امنیتي چارواکو له لوري نیول شوې ده.

د امریکا کانګرېس ته د بایډن لیک؛ د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد کانګرېس ته په یوه لیک کې لیکلي چې امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
بایډن لیکلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې پر پېښو ترهګریزو ګواښونو سترګې نه پټوي او د ترهګرۍ مخنیوي او دغو ګواښونو پر وړاندې به لازم اقدامات وکړي.

کاپیسا او میدان وردګ کې ۲۰ پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي

د کاپیسا په تګاب ولسوالي کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، طالبانو له دوو ورځو راهیسې په یاده ولسوالي کې پر یوشمېر امنیتي پوستو ډله‌ييز بریدونه کړي او ۱۵ هغه یې نیولې دي. د سرچینې په وینا، اوس هم د تګاب ولسوالي په نوروزخېل سیمه کې د افغان ځواکونو او طالب ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.

وسله‌والو بغلان کې د هلو ټرسټ ماین پاکۍ موسسې ۱۲ کارکوونکي وژلي

د مرکزي بغلان ولسوال سیدکمال وردګ د دې خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته وایي، بېګاه شپه ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولسوالي کې د «هلو ټرسټ» په نوم د ماین پاکۍ موسسې پر دفتر برید کړی چې له امله یې د دغې موسسې ۱۲کارکوونکي وژل شوي او ۱۷ټپیان دي.