د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، افغانستان به په راتلونکو څلورو اوونیو کې تر ټولو بدې ورځې تجربه کړي. د هغه په خبره، هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو، پرې د خلکو اخته کېدو او له کبله یې د مړو شویو کسانو کچه ښيي چې د دغه ویروس درېیمه څپه د لومړۍ او دویمې هغې په پرتله څو برابره وېروونکې ده.

نوموړی خبرداری ورکوي چې افغانستان به په راتلونکو څلورو اوونیو کې تر ټولو بد حالت سره مخ شي او په وینا یې، که خلک د روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، وضعیت به نور هم ترینګلی شي. هغه وايي، د وضعیت د کابو کولو لپاره یې چمتووالی نیولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

وحید مجروح وايي، هغه رسمي شمېرې چې د روغتیا وزارت له لوري خپرېږي، بشپړې نه دي او پر کورونا ویرو سد اخته او له کبله یې د مړه کېدونکو کسانو کچه لوړه ده. د نوموړي په خبره، په روانه اوونۍ کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر د تېرې هغې په پرتله ۲۰۰ سلنه لوړ شوی دی.



هېواد کې د اکسېجن کموالی بله هغه ستونزه ده چې د عامې روغتیا وزارت یې اندېښمن کړی دی. د دغه وزارت سرپرست خصوصي روغتونونه د اکسېجن پر احتکار او ډېر لګښت تورنوي او وايي، که اکسېجن سم ونه کارول شي، ښايي هېواد له ناورین سره مخ کړي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت له کورونا سره د مبارزې په موخه له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د مرستې هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی. د سرې میاشتې ټولنه به د دغه هوکړه‌لیک پر بنسټ خپل ټول روغتونونه او کلینیکونه روغتیا وزارت ته وسپاري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرسته نیلاب مبارز له هېوادوالو غواړي چې له روان ناورین څخه د وتلو په موخه دې د روغتیا وزارت سپارښتنې جدي وګڼي او عمل دې پرې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۵۱ کسان د پر کورونا د اخته کېدو له کبله مړه شوي او ۱۸۴۳ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت وايي چې په یاده موده کې ۲۵۷ کسان له کورونا ناروغۍ څخه بېرته رغېدلي دي. د تازه پېښو په ثبت سره اوس په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۵ زره او ۸۹۳ کسانو ته رسېدلی او درې زره او ۳۵۶ نورو یې بیا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام