
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان روغتیایي برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» مشرې روزا اوتونبایووا هلمند ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت د والي مرستیال او نورو چارواکو سره لیدلي دي.
اوتونبایووا په دې لیدنه کې ویلي، یوناما هڅه کوي، څو سرپرست حکومت سره په همغږۍ نړیوالې ټولنې سره د تعامل او پرمختګونو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې هوارې کړي.

ارګ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلی چې کورومیا دا موضوع د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره سره په لیدنه کې کړي او په بېلابېلو برخو، په تېره د خصوصي سکټور برخه کې یې د جاپان د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې محمد عبدالکبیر هم د جاپان مرستې ستایلي او ویلي یې دي چې ا.ا له ټولو هېوادونو سره د تعامل پراخوالی او د اړیکو پیاوړتیا غواړي.

د ا.ا رییسالوزرا محمدحسن اخوند له خلکو غوښتي چې په افغانستان کې د اسلامي نظام غوڅ ملاتړ وکړي.
نوموړي په خپل اختریز پیغام کې چې د ارګ پر اېکس خپور شوی، ویلي چې د خلکو همکاري او ملاتړ د نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دي.

هغه محصولات چې بزګران یې له خپلو ځمکو راټولوي، له دغو مضرو حشراتو پاتې شوني بلل کېږي. د یادې برخې یوشمېر پوهان وايي، زیانرسوونکي حشرات تر ټولو ډېر زیان، کرنیزو فصلونو ته اړوي چې ورسره یې کیفیت هم راټیټېږي. خو ځینې داسې حشرات هم شته چې نهیوازې زیان نهرسوي، فصلونو، باغونو او بوټو ته ګټه لري.

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکسپاڼې یې خپره شوې، لیکلي چې الخلیفي دا خبرې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراجالدین حقاني سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې له عمومي رییس حنان حسن بلخي او د یونیسف له استازي سره د لیدنې پر مهال په ولسوالیو کې د روغتونونو او په افغانستان کې د ساري ناروغیو د کنټرول او د روغتیايي سېسټم پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو کابل کې د یوشمېر بنسټونو او نړیوالو مرستندویه موسسو له استازیو سره په لیدنه کې له یادو بنسټونو غوښتي چې هېواد کې د وروستیو سیلابونو او بارانونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوالې غونډې ګډونوالو د دې غونډې په دویمه ورځ د اقلیمي بدلون په اړه خپلې مقالې چې د اقلیمي بدلون پر لاملونو، اغېزو او حللارو ورټولې وې، وړاندې کړې.
د دې غونډې ګډونوالو پر نړیوالو هم غږ وکړ چې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو او اغېزو د مخنیوي لپاره مرستې وکړي.

په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلاموطندار راډیو) له مرستیال نورمحمد هاشمي سره د دغې رسنۍ په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې چې نن (د لړم دېرشمه، د سهشنبې ورځ) وشوه، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د رسنیزې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې اترې وشوې.

د رسنیزو سرغړونو د مخنیوي کمېسیون مسوولان وایي، د سهشنبې په ورځ یې د دغه کمېسیون په دویمه ناسته کې پرېکړه کړې چې کورنۍ رسنۍ او خبریالان باید له هغو بهرنیو رسنیو سره همکاري ونه کړي چې د ا.ا رسمي جواز نه لري.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د تېرې شنبې په ورځ یې کابل ته د اوزبکستان او متحده عربي اماراتو له راغلیو پلاویو سره د غونډې پر مهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکې پر جوړېدو او پراختیا هوکړه کړې ده.

سرپل کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته لومړنۍ کلتوري-ادبي مشاعره جوړه شوه. دا مشاعره پرون (د وږي ۲۵مه، د شنبې ورځ) د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یوشمېر شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې ده.

پنجشېر چې د پلازمېنې په شمالختیځ کې پروت ولایت دی، اقلیم او اوبه یې د کبانو روزنې او پالنې لپاره خورا مناسبه ده.
د دې ولایت د کبانو روزونکي او فارملرونکي وايي، که ورته پاملرنه وشي، دا صنعت په یوې لویې اقتصادي سرچینې بدلېدلی شي.

تجارتي باغونه د بڼوالۍ هغه بڼه ده چې په وروستیو کې ګڼشمېر کروندګرو ورته مخه کړې او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې برابروي.
دغه کروندګر زیاتوي چې د سوداګريزو باغونو جوړول پانګه او د باغدارۍ په سېسټم کې پوهاوی غواړي او له همدې کبله له دولتي چارواکو او مرستندويه بنسټونو څخه د ورته باغونو په جوړولو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې روان میلادي کال یې هېواد کې د زړه سوري ۷۰۷ ماشومانو درملنه کړې او یا تر درملنې لاندې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی وايي چې د یادو ماشومانو له ډلې یې ځینې پاکستان ته او پاتې یې د هېواد شپږو روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږلې دي.