Asset 1SWN

پېښو ته د رسېدو وزارت سېلاب‌ځپلیو لپاره له نړیوالو بنسټو د مرستو غوښتنه کړې

People collect their belongings from their damaged homes after heavy flooding in the Khushi district of Logar province south of Kabul, Afghanistan, Sunday, Aug. 21, 2022. (AP Photo/Shafiullah Zwak)

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو کابل کې د یوشمېر بنسټونو او نړیوالو مرستندویه موسسو له استازیو سره په لیدنه کې له یادو بنسټونو غوښتي چې هېواد کې د وروستیو سیلابونو او بارانونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد عبدالله جان سایق سلام‌وطندار ته وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې ۷۰کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۶ نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «په اټکلیزه توګه د سېلابونو په پایله کې په ټول افغانستان کې نږدې ۷۰کسان مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان دي چې ۲۶۲۷ کورنه په نیمه او بشپړه توګه ویجاړ شوي، څلور ښوونځي هم ویجاړ شوي دي. ۲۰۱۷ څاروي او له‌منځه تللي او ۹۵زره او ۸۶۱ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په دغه بېړنۍ غونډه کې د خوړو نړيوال سازمان، اوچا، يوناما او يوشمېر نورو بنسټونو استازیو هم ګډون درلود او ژمنه يې کړې چې له  یادو سېلاب‌ځپلو کورنیو سره به د مرستو لړۍ جاري وساتي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د يادو بنسټونو او مرستندويه موسسو استازو ډاډ ورکړى چې له زيانمنو شویو کورنیو سره به د نغدو پيسو، روغتيا، خوراکي توکو، د څښاک د اوبو او سرپناه په برخو کې مرستې وکړي.

افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» هم سه‌شنبه، وري ۲۸مه پر اېکسپاڼه کې لیکلي چې افغانستان کې وروستیو اورښتونو څه باندې ۱۲۰۰ کورنۍ زیانمنې کړي، زرګونه کورونه ویجاړ شوي او ۶۳زره جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې.

يوشمېر سېلاب‌ځپلي کورنۍ بیا وايي، تراوسه ورسره مرسته نه‌ده شوې او د سرپناه له نشتوالي سره هم مخ دي. د غزني یوه سېلاب‌ځپلي بسم‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «د شپې یوولس بجې چې یو ځل ټولې کوټې لاندې لاړې، څنګ یې یوه مهمان‌خانه هم وه چې اوبه ورغلې، د جوړېدو وس یې نه‌لرو.»

د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي سیدضیا هم وویل چې د اورښتونو له امله یې ټول کور نم شوی او اوبه ورغلې دي. «وروستي باران زموږ کوټې ټولې لمدې کړي، د حوادثو ضد ریاست کې مو عریضه وکړې، کور یې سروې کړی او تراوسه مرسته نه‌ده شوې. هیله‌مند یم چې حکومت مرسته وکړي.»

په ورته وخت کې د پکتيا د وزې ځدراڼ ولسوالي اوسېدونکى شيخ محمد وايي، د وروستيو سختو اورښتونو او سېلابونو له امله يې د يوه خپلوان کور ويجاړ شوى او د دې کورنۍ پنځو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

هغه وویل: «د شپې شاوخوا اته-نهه بجې وې چې اوبه راغلې او دا کور چپه شو، یو کس، درې یې زامن او لور یې تر کوټو لاندې شول او مړه شول. مېرمن او دوه زامن یې ټپیان دي. پنځه کسان مړه شوي. د سیمې خلک او ولسوالي مسوولان راغلی او پر وخت یې مرسته وکړه. دوی اوس د اوسېدو لپاره ځای نه‌لري، سرپرست نه‌لري او دوی سره دې همکاري وشي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د يادونې ده چې تېرکال کې هم د هېواد په يوشمېر ولايتونو کې د طبيعي پېښو د رامنځته کېدو له امله خلکو ته سخت ځاني او مالي زيانونه اوښتي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام