Asset 1SWN

لوګر کې بې‌ځایه شوي: تېرو درېوو میاشتو کې راسره مرسته نه ده شوې

IMG-20221117-WA0007

د لوګر مرکز پل‌علم او خوښۍ ولسوالي کې د طبیعي پېښو له امله سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ چې اوس کمپونو کې تر خیمو لاندې ژوند کوي، وايي، د ژمي په رانږدې‌کېدو سره یې ستونزې دوه برابر شوي دي.

دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، ډېری ماشومان او لوړ عمر کسان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي او تېرو درېوو میاشتو کې ورسره هېڅ ډول بنسټریزې مرستې نه‌دي شوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دوی په وینا، که مرستې ور سره ونه‌شي، ژمي کې به بشري ناورین رامنځته شي.

یوه بې‌ځایه شوي سردارمحمد سلام‌وطندار ته وویل: «په یوه خېمه ګوزاره نه‌کېږي، دولس کسان هم شته چې یوه خېمه کې ژوند کوي. موږ سره ناچیز کومک شوی، ډېری خېمې لوڅې دي. خلک تر نم لاندې ژوند کوي، درملو او خوړو ته اړتیا لرو. پراخو ستونزو سره مخ يو.»

دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ اسلامي امارت او نړیوالو سازمانونو څخه غواړي چې د بشري مرستو ترڅنګ د سرپناه اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

بل‌خوا د لوګر د والي ویاند عمر منصور سلام‌وطندار ته ویلي چې د خوښۍ ولسوالي سېلاب ځپلو کورنیو ته په خپل وخت بشري مرستې رسېدلي او لاهم یوشمېر کورنیو ته د مرستو وېش دوام لري. هغه وویل، ځايي اداره هڅه کوي چې د خوښۍ ولسوالۍ د سېلاب ځپلو کورنیو د سرپناه ستونزه هم حل کړي.

نوموړي وویل: «له هغه ورځې چې د خوښۍ ولسوالي کې سېلابونه راغلي، نه یوازې دولت بلکې کورنیو او نړیوالو ادارو هم مرستې کړي دي.

د خوښۍ ولسوالي د بې‌ځایه شویو کورنیو اساسي ستونزه د سرپناه ده، ولایتي اداره هڅه کوي چې دې برخه کې مالي اسانتیاوې ترلاسه کړي او دغه ستونزه هواره کړي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې ده چې د لوګر ترڅنګ نورو ولایتونو کې هم بېځايه شوې کورنۍ بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او د ژمې په رارسېدو يې اندېښنې زياتې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام