میدانوردګ کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰ ته لوړ شوی
میدانوردګ کې د سېلابونو له امله د قربانیانو شمېر ۳۰ کسانو ته او د ټپیانو شمېر ۱۵ کسانو ته لوړ شوی دی.
د میدانوردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر شپه د راوتلو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان مړه شوې دي.