Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰ ته لوړ شوی

میدان

میدان‌وردګ  کې د سېلابونو له امله د قربانیانو شمېر ۳۰ کسانو ته او د ټپیانو شمېر ۱۵ کسانو ته لوړ شوی دی.

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر شپه د راوتلو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان مړه شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي سلام وطندار ته وویل چې تېره ورځ ناوخته ۸ جسدونه له سېلابونو راېستل شوي چې ورسره میدان‌وردګ کې د سېلابونو له امله د قربانیانو شمېر ۳۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د سېلابونو له امله ۱۵ کسان ټپيان شوي او شاوخوا ۴۰ کسان نور لادرکه شوي دي. د جلالي په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې، ۲۰۰ د هستوګنې کورونه نړېدلي او زرګونه جریبه کرنیز فصلونه او ځمکې سېلابونو وړې دي.

بل‌خوا د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې  ریيس فیض‌الله جلالي وايي چې د سېلاب ځپلیو کورنیو ته د سرپناه لپاره یې په جلرېز کې د هستوګنې کمپ جوړ کړی چې سلګونه هغه کورنۍ به په‌کې ځای پرځای شي چې د سېلابونو له امله یې د هستوګنې کورونه نړېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په یاد کمپ کې به سېلاب ځپلیو کورنیو ته خوراکي او غیرې خوراکي توکي هم ووېشل شي.

د میدان‌وردګ والي بختیار معاذ هم وایي، هڅه کوي، څو د دغه ولایت په جلرېز، نرخ، چک، جغتو او سیداباد ولسوالیو کې د وروستیو سېلاب ځپلیو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

دا په داسې مهال دی چې پرون یکشنبه د زمري لومړۍ نېټه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي وویل چې د تېرو درېوو شپو او ورځو پرمهال د هېواد بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي، ۷۴ ټپیان او ۴۱ نور لادرکه شوي دي.

نوموړي دې خبرې غونډه کې همدارنګه زیاته کړه چې د سېلابونو له امله ډېره مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه د میدان‌وردګ اوسېدونکو ته اوښتي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې په طبیعي پېښو کې، ۲۱۴ کسان مړه شوي، ۳۲۰ ټپیان شوي، ۳۱۱۵ کورونه په بشپړ او نیمه‌بشپړ ډول ویجاړ شوي او شاوخوا ۳۸۰۰ څاروي له‌منځه تللي دي

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام