تېره ورځ یوشمېر ختیځو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي. د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب‌الله حنیف سلام‌وطندار ته وویل، سېلابونو د چپې‌درې ولسوالي او ورته نږدې سیمې ځپلي دي.

هغه وویل، یوه مېرمن او یو کوچنی ماشوم چې اصلاً د نورستان ولایت دي اوبو وړي وو چې وروسته یې د ځایي خلکو له لوري جسدونه موندل شوي. ښاغلی حنیف زیاتوي، سېلابونو له دې سربیره ځينو سیمو کې سړکونه، پلونه او کرنیزې ځمکې هم تخریب کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کونړ ځايي چارواکي همدارنګه وايي، د چپې‌درې ولسوالي اړوند سیمه کې د اسماني تندر پرېوتو له کبله هم یو سپین‌ږیری شدید ژوبل شوی دی.

سرچینې وایي چې د کونړ څنګ لوري د نورستان په واما ولسوالي کې هم سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي او ترڅنګ یې د کونړ ـ نورستان لویې‌لارې سړک هم زیانمن شوی دی؛ خو تراوسه د یاد ولایت چارواکو د زیانونو د کره ارقامونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د رپوټونو پر اساس، د لغمان ځینو سیمو کې هم سېلابونه راوتلي چې د ځایي خلکو په وینا، کرنیزو ځمکو ته یې زیان اړولی؛ خو د یاد ولایت د والي ویاند صلاح‌الدین زاهد سلام‌وطندار ته وویل، سېلابونو خلکو ته کوم تاوان نه‌دی رسولی.

ورته وخت کې، د لوګر محلي مسوولان هم وايي، مرکز پُل‌علم او بره‌کي برک، محمد اغې، خوښۍ، خروار او څرخ ولسوالیو کې سخت ورښتونه شوي.

د لوګر د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس سید احمد هاشمي وویل، پُل‌علم ښار کې د دېوال نړېدو په دلیل یوې ۸ کلنې نجلۍ ژوند بایللی. د هغه په وینا، د اوسېدو لس کورونه او ۴زره جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه هم له منځه تللي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د هېواد یوشمېر نورو سیمو کې هم سختو ورښتونو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام