په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په بغلان کې د راوتلو سېلابونو له کبله څه باندې ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوړو نړیوال پروګرام دا شمېرې نن ماسپښین (د غويي دوهویشتمه، د شنبې ورځ) پر خپلې اېکسپاڼې خپرې کړي او ویلي یې دي چې پر سېلابځپلیو یې د بېسکویټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
بلهخوا په بغلان کې محلي سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي چې سېلابونو یوازې د دغه ولایت په برکه او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د ۲۵۰ کسانو ژوند اخیستی دی.
په بغلان کې محلي مسوولانو تر اوسه دا شمېرې نه رد او نه هم تایید کړې دي.
د یادونې ده چې پرون په بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او غور ولایتونو کې سخت سېلابونه راووتل چې له کبله یې خلکو ته بېساري ځاني او مالي زیانونه واړول.