پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له کبله راوتلو سېلابونو خلکو ته ګڼ‌شمېر مالي او ځاني زیانونه اړولې دي.

د یاد وزارت مرستیال شرف‌الدین مسلم نن په کابل کې یوې خبري ناسته ته وویل چې په پکتیکا، کونړ، لغمان، بدخشان، بغلان، تخار، کندوز او فاریاب ولایتونو کې د وروستیو درېوو ورځو پرمهال سېلابونه راوتلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مسلم په وینا، په یادو سېلابونو کې ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداراز شاوخوا ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوې دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال زیاتوي چې ۳۵۰۰ جریبه کرنیزه هم د دغو سېلابونو له کبله ویجاړه او شاوخوا ۱۰۰۰ څاروي هم له منځه تللې دي.

په همدې حال کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله د اوښتو زیانونو د سروې لپاره یو پلاوی استول شوی او ډېر ژر به له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وشي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې طبیعي پېښې اسماني افتونه ډېر شوې دي. د دغو پېښو په لړ کې بېګاه په پکتیکا، خوست او یو‌شمېر نورو ولایتونو کې زلزله شوې چې له امله یې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او له ۱۵۰۰ ډېر ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز په سوېل ختیځ او سوېلي ولایتونو کې اورلګېدنه او په شمالي ولایتونو کې وروستي توپانونه هغه څه دي چې له امله یې خلکو ته ګڼ‌شمېر زیانونه اړولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام