افغانستان کې مرګونې زلزله؛ يوشمېر هېوادونو او بنسټونو زيانمنو ته د مرستو رسولو لپاره چمتووالی ښودلی

نن سهار شاوخوا ۱:۳۰ دقیقې د افغانستان یوشمېر ولایتونه د یوې زورورې زلزلې شاهد وو. خوست او پکتیکا ولایتونه د دې زلزلې له امله سخت ځپل شوي او خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

پکتیکا کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی

 په پکتیکا ولایت کې د بېګانۍ زلزلې له امله د مړو شمېر څه باندې ۱۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امین حذیفه سلام‌وطندار ته ویلي چې د پکتیکا ګیان، برمل او نکې ولسوالیو کې د شوې زلزلې له امله څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰۰ کسان ټپیان دي.

پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله ۲۹۵ کسان مړه او ۶۰۰ ټپیان شوي

د سوېل ختیځ زون  په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د بېګانۍ زلزلې له ۲۸۰ کسان مړه شوي او نږدې ۶۰۰ کسان ټپیان شوې دي.

د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، د پکتیکا نکې، زیړوک، برملې او ګیان ولسوالیو کې د شوې زلزلې له امله ۲۵۵ کسان مړه شوي او څه باندې ۵۰۰ کسان ټپیان دي.

پکتیکا او خوست کې زلزلې تر ۴۰ زیات کسان مړه کړي

ځايي مسوولان وایي، د تېره شپې زلزلې له امله د پکتیکا په ګیان ولسوالي کې ۲۰ او د خوست په سپرې ولسوالي کې هم تر ۲۰ زیات کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. دوی وویل، د ګڼو کورونو نړېدو په دلیل ښايي د تلفاتو شمېرې لوړې شي.
د افغانستان ګڼ شمېر نور ولایتونه هم تېره شپه یوې زورورې زلزلې لړزولي دي.