د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې یادې ولسوالي کې د زلزلې له امله ګڼ‌شمېر کورونه ویجاړ شوي او خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ګیان یوه اوسېدونکي ماهر‌خان ځدراڼ سلام‌وطندار ته ویلي چې له سهار راهیسې په دغه سمیه کې د زلزلې څو ټکانونه احساس شوي او خلکو ټوله ورځ د کورونو د رالوېدو له وېرې تر شنه اسمان لاندې تېره کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې د ګیان ولسوالي اوسېدونکي د زلزلې له امله مړه شوي کسان ډله‌ییزو قبرونو کې خاورو ته سپاري. ماهر‌خان ځدراڼ همداراز وویل چې سیمو ته د مرستندویه او امنیتي ځواکونو له لوري د مرستو لېږد روان دی، خو په وینا یې چې باید مرستې ډېرې شي.

په همدې حال کې د ګیان ولسوالي یو بل اوسېدونکی منصور‌خان بیا وايي چې دغه ولسوالي کې لسګونه کورونه ویجاړ شوي چې له امله ګڼ‌شمېر خلک مړه او ټپیان شوې دي. د منصور‌خان په وینا، داسې کسان هم شته چې په یاده زلزله کې یې د کورنۍ ۲۵ غړي له لاسه ورکړې دي.

د پکتیکا د ګیان ولسوالي دغه اوسېدونکي داسې مهال زلزله خپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي چې د اسلامي امارت کابینې نن په یوې فوق‌العاده ناسته کې خوست او پکتیکا کې زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه یو میلیارد افغانۍ منظور کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د اسلامي امارت رییس‌الوزرا محمدحسن اخند‌زاده په دغه ناسته کې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې چې هېواد کې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام