نن د جون ۱۵ واک ته د اسلامي امارت د بیاځلې واکمنېدو لومړنۍ لس میاشتې پورې شوې. یوشمېر سیاسي شنونکي د اسلامي امارت بهرنی سیاست ناکام بولي او وایي، اسلامي امارت د خپل بهرني سیاست د بریالیتوب لپاره باید د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري په دې اړه سلام‌وطندار ته ويلي :«اسلامي امارت په کورني او هم په بهرني سیاست کې ناکام و او دغه لس میاشتې چې تېرې شوې، په تېرو ۱۰۰ کلونو کې مو هم دغه لس میاشتې نه دي تجربه کړي، ټوله ویجاړي او د ارزښتونو پلورل و.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عدالت او پراختیا ګوند مشر سید جواد حسیني سلام‌وطندار ته وویل، «اوسني حکومت له نړۍ سره د افغانستان په اړیکو کې د پام وړ بریا نه ده ترلاسه کړې.»

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو او سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، اقتصادي ستونزې، بهر ته د خلکو کډوالي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل پاتې کېدل، د اسلامي امارت د بهرني سیاست د کمزوري کولو له عمده لاملونو څخه دي.

 د فرهادي په وینا، اسلامي امارت په خپل بهرني سیاست کې وروسته پاتې دی. هغه زیاته کړه: «ځینې هغه حرکتونه چې دوی یې په کابل کې کوي، په حقیقت کې خپله پښه په تبر باندې وهي. د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره ډېرې هڅې کړي.»

په همدې حال کې يو بل سیاسي شنونکی خلیل‌احمد نادم وایي، د متخصصو ډیپلوماټانو نشتون او د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت کړنې د دې لامل شوي چې اسلامي امارت ونه‌شي کولای، په خپلو نړیوالو اړیکو کې بریالی شي.

هغه زیاتوي: «لومړنی کار چې اسلامي امارت وکړ، د ښځو وزارت یې له منځته یوړو او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت جوړ کړ. د اسلامي امارت د لومړۍ دورې د سقوط یو لامل د دې ادارې [د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت] کړنې وې.»

په همدې حال کې سیاسي او پوځي کارپوه حکمت‌الله حکمت وایي چې پاکستان د اسلامي امارت بهرنی سیاست په خپل واک کې نیولی دی.

هغه زیاتوي: «پاکستان د افغانستان بهرنی سیاست په خپل واک کې نیولی څو موږ په خپل سیاسي او بهرني سیاست کې خپلواکي ونه لرو. ځکه نشو ویلی چې زموږ بهرنی سیاسب به بریالی وي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غوښتل مو په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت د مسوولانو او د اسلامي امارت د ویاندویانو نظر هم واخلو، خو بریالي نه شو.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه لس میاشتې تېرېږي. خو دغه حکومت تراوسه هم په دې نه دی بریالی شوی چې کوم هېواد دې ته وهڅوي څو د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام