د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په افغانستان کې د داعش او القاعدې ډلې حضور په تړاوو راپور خپور کړی دی. د پنټاګون په دغه راپور کې راغلي چې د افغانستان لپاره د داعش خراسان او نورې وسله‌والې ډلې په دې هڅه کې دي، څو د اسلامي امارت ناراضه کسان خپلو لیکو ته جذب کړي.

په دغه راپور کې یادونه شوې چې لا هم په افغانستان کې داعش او القاعده شبکه حضور لري چې دا د دغه هېواد او سیمې هېوادونو امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پنټاګون په دغه راپور کې د داعش ډلې بریدونو ته په اشارې راغلي چې د تېر کال اکتوبر راهیسې داعش ته په لاس ورغلي فرصت څخه هڅه کوي، څو د اسلامي امارت حکومت مخالفان او ناراضه کسان خپلو لیکو ته جلب کړي.

د نړیوالو او سیاسي چارو شنونکي که څه هم افغانستان د وسله‌والو ډلو له لوري د جذب یو بستر بولي، خو ټینګار کوي چې اسلامي امارت یې باید د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی عبدالجبار اکبري وايي، وسله‌والې ډلې هڅه کوي چې د حکومت مخالفان او ترې ناراضه کسان خپلو لیکو ته جذب کړي، خو په وینا یې، خلک له فکري اړخه ورسره جوړ نه دي.

وموغوښتل په دې تړاو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي او د کورنیو چارو وزارت د ویاند نظرهم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره ـ سره بریالي نه شوو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت داسې مهال په افغانستان کې د داعش ډلې حضور او فعالیتونو په تړاو اندېښنه څرګندوي چې تر دې وړاندې اسلامي امارت په هېواد کې د داعش ډلې حضور رد کړی او ټینګار یې کړی چې هېڅ ترهګرې ډلې ته به له افغانستانه د سیمې هېوادونو ته د ورانکارو فعالیتونو اجازه ورنه‌کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام