Asset 1SWN

شنونکي: غزه کې د اسراییلو چلن به د خپلواک فلسطین د رسمیت پېژندلو لامل شي

فلسطین-1-qol206u7b7dl18vx2lfrq1keuu9tt5uc7irvq6vwco

درېوو اروپايي هېوادونو داسې مهال فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژنده چې په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ خونړۍ جګړه لا هم روانه ده. ناروې، ایرلنډ او اسپانیا ګډه پرېکړه وکړه چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني. دا پرېکړه د ترکیې او قطر په ګډون د ځینو هېوادونو له هرکلي سره مخامخ شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو اسراییلو پر دغو درېوو هېوادونو نیوکه وکړې ده. د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې دا پرېکړه به په غزه کې د روانې جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته ونه کړي.

په همدې‌ حال کې شنونکي باور لري چې په غزه کې د اسراییلو چلن او له کبله یې په لوېدیځو هېوادونو کې د عامه افکارو فشار به لوېدیځ هېوادونه اړ کړي چې پر اسراییلو د فشار راوړلو په موخه فلسطین په رسمیت وپېژني.

د نړیوالو چارو شنونکی اجمل زرمتی وايي: «دوی په ډله‌ييزه توګه فلسطین په رسمیت وپېژنده. تراوسه ۱۴۳ هېوادونو فلسطین په رسمیت پېژندلی دی. هیله‌ ده چې دا لړۍ دوام وکړي، څو د جګړې پای ته رسولو لپاره پر اسراییلو ډیپلوماټیک فشارونه زیات شي.»=

ناروې، ایرلنډ او اسپانیا ټینګار کړی چې په غزه کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لاره د خپلواکو هېوادونو په توګه د اسراییلو او فلسطین موجودیت دی.

ځینې شنونکي بیا د نظامي یرغل مخنیوي لپاره د خپلواک فلسطین موجودیت یوه اړتیا بولي، خو ټینګار کوي چې په سیمه کې د کړکېچونو او ستونزو د حل‌ بنسټیزه لاره د دې سیمې د ارادې پر بنسټ د یوې خپلواکې واکمنۍ جوړېدل دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نړیوالو چارو شنونکی ولي فروزان وايي: «طبیعي ده چې پر اسراییلو ډېر فشار راځي. که غزه او کرانه باختري په رسمیت وپېژندل شي، اسراییل بیا نه‌شي کولای چې هلته ورشي او پر یوه خپلواک هېواد خپلې غوښتنې ومني، بندیزونه پرې ولګوي او له خلکو د رایې حق واخلي.»

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي مجمع تر دې مخکې له څو ځله رایې ورکونې وروسته د رایو په ډېروالي سره فلسطین ته د دغه سازمان بشپړ غړیتوب ورکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام