Asset 1SWN

ناروې: فلسطین به د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژنوو

1934135

د ناروې لومړی وزیر یوناس ګارسټور وايي چې دغه هېواد فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

د نوموړي په وینا، د دوو دولتونو په توګه د اسراییلو او فلسطین په رسمیت پېژندنه د دواړو لوریو په ګټه ده. هغه وايي، د روانې مې میاشتې پر ۲۸مه به په دې اړه پرېکړه او اعلان وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ناروې داسې مهال د فلسطین د رسمیت پېژندني اعلان کوي چې د اسپانیې لومړي وزیر پډرو سانچز نن چهارشنبه به د یوه دولت په توګه د فلسطین د رسمیت پېژندنې نېټه اعلان کړي.

له ناروې وروسته د ایرلنډ او اسپانیا حکومتونو اعلان وکړ چې د یوه دولت په توګه به فلسطین په رسمیت وپېژني.

د ایرلنډ لومړي وزیر سایمن حارث وروسته له هغې چې د ناروې لومړي وزیر د فلسطین رسمیت‌پېژندنې اعلان وکړ، ویلي، دغه هېواد به هم فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

د اسپانیې لومړي وزیر پډرو سانچز هم نن چهارشنبه، مې ۲۲مه ویلي چې د یاد هېواد د وزیرانو شورا به د مې پر ۲۸مه د یوه دولت په توګه فلسطین په رسمیت وپېژني.

د ایرلنډ لومړي وزیر په یوې خبري غونډه کې وویل: «نن ناروې، ایرلنډ او اسپانیا اعلان کوو چې هر یو به فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت پېژندوو. موږ هر یو به اوس هر هغه ملي ګامونه پورته کړو چې د دې پرېکړې د پلي‌کولو لپاره اړین وي.»

هغه زیاته کړه: «زه ډاډه یم چې نور هېوادونه به په راتلونکو اوونیو کې د دې مهم ګام په اخیستلو کې له موږ سره یوځای شي.»

له دې اعلان وروسته د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاټز له ناروې او ایرلنډ څخه خپل سفیران ورغوښتي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اسراییلو ویلي چې د اروپايي هېوادونو له لوري د یوه دولت په توګه د فلسطین رسمیت‌پېژندنه به «افراط‌پالنې او بې‌ثباتۍ» ته لمن ووهي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام