Asset 1SWN

غزه کې د درېوو ورځو پرمهال ۱۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۹۵ نور ټپیان دي

4d52e984-5acc-43aa-a506-7876b3c591b1

پر غزې د اسراییلو ځواکونو د بریدونو په لړ کې د روانې اوونۍ د دوشنبې او چهارشنبې ورځو ترمنځ په تازه بریدونو کې ۱۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۹۵ نور ټپیان دي.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA)  چهارشنبه، مارچ ۲۷مه په یوه راپور کې ویلي چې دغه کسان د غزې شمال کې د روانو سختو جګړو پرمهال وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

الجزیرې خبري شبکې نن پنج‌شنبه، مارچ ۲۸مه راپور ورکړی چې غزې ته نږدې د اسراییلي ځواکونو له لوري دوه فلسطینیان په ډزو وژل شوي دي.

دې شبکې پر خپل وېب‌سایټ د یادو کسانو د وژل کېدو ویډیو هم پر خپل وېب‌سایټ خپره کړې.

د اوچا په وینا، غزه کې د ۳۶ روغتونونو له ډلې دوه پر درېیمه برخه یې غیرفعال دي او هغه چې خدمات وړاندې کوي، په نشت حساب دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سره صلیب او د سرې میاشتې ټولنې بیا ویلي چې د غزې شمالي برخه کې روغتیايي سېسټم ویجاړ شوی او سوېل کې بیا د نښتو په څنډه کې دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام