ای‌او‌اېم: د افغانانو عاید کم شوی؛ م.جاهد: د وزګارتیا مهار لپاره هڅې روانې دي

د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانانو د عاید سرچینې کمې شوې یا له‌منځه تللي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري په زور د افغانانو اېستلو لړۍ، افغانستان کې د وزګارتیا ناورین پراخ کړی او تر ټولو ډېر زیان یې هم ښځو او ماشومانو ته اړولی دی.

لوګر کې تېرکال ۱۳۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل شوي

 د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په د تېر یوه کال پرمهال یې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۳۰۰ ښوونکي پر دندو ګومارلي دي.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وايي، ګومارل شویو ښوونکو  کې ۲۰۰یې ښځينه او پاتې یې نارینه دي چې  ۷۸۰کسان یې، دیني مدرسو او پاتې یې په ښوونځيو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

راجستان نن ای‌پي‌اېل کې ډیلي سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې سیالیو په لړ کې نن راجستان رویلز له ډيلي کپېټلز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د جې‌پور په «سوای من‌سېنګ کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

غزه کې د درېوو ورځو پرمهال ۱۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۹۵ نور ټپیان دي

پر غزې د اسراییلو ځواکونو د بریدونو په لړ کې د روانې اوونۍ د دوشنبې او چهارشنبې ورځو ترمنځ په تازه بریدونو کې ۱۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۹۵ نور ټپیان دي. د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA)  چهارشنبه، مارچ ۲۷مه په یوه راپور کې ویلي چې دغه کسان د غزې شمال کې د روانو سختو جګړو پرمهال وژل شوي دي.

میدان‌وردګ کې پر درې زره مالدارو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

د میدان‌وردګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام (FCDO) ادارې له لوري د دغه ولایت په دریوو ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو له امله پر زیانمنو شویو درې زره مالدارو د څارویو خوراکه ووېشل شوه.

مارجې کې د تُندو توپانونو خلکو ته نږدې یونیم میلیون افغانۍ زیان اړولی

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مارجې ولسوالي کې د تُندو توپانونو له امله ۲۵ کورنیو ته نږدې یونیم میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.

د دوی په وینا، د دې توپان له امله د یادو کورونو ۲۰۱ لمریزې دړې «سولر» له‌منځه تللي دي.

زابل او فراه کې د ټرافیکو پېښو له امله څلور کسان مړه او ۱۴ټپیان دي

د فراه او زابل محلي مسوولان وايي چې یادو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوې دي.

د فراه د امنیې قومنداني ویاند محمدنسیم بدري سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت په فراه‌رود ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.