د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مارجې ولسوالي کې د تُندو توپانونو له امله ۲۵ کورنیو ته نږدې یونیم میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.
د دوی په وینا، د دې توپان له امله د یادو کورونو ۲۰۱ لمریزې دړې «سولر» لهمنځه تللي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس حافط عبدالباري راشد وايي، د دې ولسوالي مشترک بازار دښتي سیمه کې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، د تُند توپان له امله د ۲۵ کورنیو «۲۰۱» لمریزې دړې «سولرونه» لهمنځه تللي دي .
د نوموړي په وینا، په ټولهییزه توګه یادو کورنیو ته یو میلون، ۴۰۷زره افغانۍ زیان اوښتی دی.
د یادې سیمې اوسېدونکو دغه لمریزې دړې د خپلو ځمکو د خړوبولو په موخه تر ځمکې لاندې د اوبو رااېستلو لپاره کارولې. زیانمن شوي وايي، که مرستې ورسره ونهشي، ولاړ کښتونه به یې لهمنځه لاړ شي.
دوی د هلمند له ځايي چارواکو او اړوند مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې تر خپله توان ورسره مرسته وکړي.