Asset 1SWN

د مکسیکو توپان کې د قربانیانو شمېر ۳۹ کسانو ته ورسېد

33ZA6A7-highres-1698376636

د مکسیکو چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په یوه تفریحي سیمه کې د ویجاړوونکي توپان د قربانیانو شمېر ۳۹ کسانو ته رسېدلی دی. رویټرز خبري اژانس نن (د اکټوبر ۲۹مه، د یک‌شنبې ورځ) خبر ورکړی چې د مکسیکو د اکاپولکو توپان په قربانیانو کې ۲۹ نارینه او ۱۰ ښځې شاملې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه توپان په یوه ساعت کې د ۲۷۰ کیلومټره تېزوالي سره د تېرې چهارشنبې په ورځ په اکاپولکو کې پیل شو چې له کبله یې سېلابونه راغلل او خلکو ته یې میلیارډونه ډالره زیان اړولی دی.

د راپورونو له مخې، په یاده سیمه کې له ۲۲۰ زرو څخه ډېر کورونه او له ۸۰ سلنه هوټلونه ویجاړ شوي، موټر تر اوبو لاندې او د برښنا او مخابراتي شبکو ستنې هم را چپه شوي چې له کبله یې له ۵۱۳ زرو څخه ډېر کسان له برښنا څخه بې‌برخې شوي دي.

د مکسیکو دولت تر دې مخکې د قربانیانو شمېر ۲۷ کسان او د ورکو شویو کسانو هم څلور کسان ښودلی و. د مکسیکو چارواکو رسنیو ته ویلي چې ډېری کسان په اوبو کې د ډوبېدو له کبله مړه شوي او په وینا یې، له ۸۰۰۰ ډېر وسله‌وال ځواک او د پلټنې او ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د چارواکو په وینا، تر اوسه د درېوو کسانو مړي د اکاپولکو په خلیج کې پیدا شوي او لس نور لا هم ورک دي.

د اکاپولکو په بېلابېلو برخو کې زیانمن کسان د مکسیکو حکومت له لوري ورته د مرستو نه رسېدو په اړه اندېښنې ښودلې دي. د هوا پېژندنې نړیوال سازمان د مکسیکو توپان تر ټولو ځواکمن توپان یاد کړی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام