د هرات په ښار کې د تېر په پرتله د سړک غاړې او کارګرو ماشومانو شمېر ډېر شوی او له خلپې راتلونکې ناخبره په دغه ښار کې پر درنو کارونو او ځينې یې له پلو کسانو پر سوال کولو بوخت دي.

 خالد چې د دغه ولایت له شینډنډ ولسوالي څخه هرات ښار ته راغلی وايي، پلار یې پر نشه‌يي توکو روږدی او اړ شوی چې د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. نوموړی زیاتوي چې له خلکو سوال ټولوي او هره شپه کله په لوږه او کله هم په وچې ډوډۍ خپله شپه تېروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا یوازې خالد نه دی چې هره ورځ د هرات ښار پر سړکونو سوال کوي، بلکې د نوموړي په څېر ګڼ‌شمېر نور ماشومان هم شته چې څوک یې توکي پلوري، څوک د موټرو ښيښې پاکوي او یوشمېر ماشومان بیا په پارکونو او نورو ځایونو کې د سوځېدلو توکو پر راټولو بوخت دي.

د ټولنیزو چارو شنونکي اقتصادي بې‌وزلي، وزګارتیا او په کور دننه بې‌ځایه کېدل، هرات کې د کارګرو ماشومانو د شمېر د زیاتېدو اصلي لاملونه بولي.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست امر عبدالستار ظریفي وايي، تېرو دوو کلونو کې دغه ولایت کې څه باندې ۲ زره کارګر ماشومان ثبت شوي چې ۶۰ سلنه یې د بې‌ځایه شویو کورنیو څخه دي.

د هغه په وینا، ځايي ادارې سره په همکارۍ غواړي د دغو ماشومانو یوې برخې ته ښوونیز پروګرامونه برابر کړي. نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «مونږ په ۲۰۱۹کال کې یوه سروې وکړه چې شاوخوا ۹۰۰۰ ماشومانو کار کاوه، هغه دوه کاله وړاندې وه او اوس ښايي دا شمېر له لسو زرو هم اوښتی وي. د دوی له ډلې ۶۰سلنه یې بې‌ځایه شوي ماشومان دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وايي، اوس وخت کې له دغو ماشومانو شاوخوا ۲ زره یې د حرفه‌يي او فني پروګرامونو چې د نړیوالو بنسټونو له خوا یې ملاتړ کېږي، تر پوښښ لاندې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام