سیګار: روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار هېواد کې د ښځو د وضعیت څرنګوالي څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې روغتیايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی  محدود شوی دی. خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر ښځو د محدودیت لګول او روغتیايي مرکزونو ته د هغوی د لاسرسي محدودېدل ردوي.

د کورسونو مسوولان: ښوونیزو مرکزونو کې د زده‌کوونکو شمېر کمرنګه شوی

هرکال به د ژمي په راتلو او د ښونځیو په رخصتېدو سره ګڼ‌شمېر ځوانانو او زده‌کونکو د راتلونکي تعليمي کال او کانکور ازموینې ته د چمتووالي لپاره کورسونو کې درسونه لوستل، اوس کابل ښار کې د ځینو ښوونیزو کورسونو مسوولان وایي، روان کال کې یې د زده‌کونکو شمېر کم شوی او ترڅنګ یې فیس کې هم کموالی راغلی.

فضل الرحمان: پاکستان د خپلو ناسمو تګلارو له امله سقوط ته نږدې شوی

 د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر وايي چې د پاکستان اقتصادي وضعیت ته په کتو ښايي دغه هېواد له اقتصادي پلوه ډېر ژر سقوط وکړي. مولانا فضل الرحمان زیاته کړې چې د حکومت ناسمو تګلارو د دغه هېواد د اقتصاد د غوړولو مخه نیولې او که چېرته دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ډېر ژر به دغه هېواد له اقتصادي اړخه وپاشل شي.