هرکال به د ژمي په راتلو او د ښونځیو په رخصتېدو سره ګڼ‌شمېر ځوانانو او زده‌کونکو د راتلونکي ښوونیز کال او کانکور ازموینې ته د چمتووالي لپاره کورسونو کې درسونه لوستل، اوس کابل ښار کې د ځینو ښوونیزو کورسونو مسوولان وایي، روان کال کې یې د زده‌کونکو شمېر کم شوی او ترڅنګ یې فیس کې هم کموالی راغلی.

کابل ښار کې د نظر زلمي د کورس مدیر جلال حیدري وایي، د تېرو کلونو په پرتله یې کورس کې منفي بدلونونه راغلي او د بېلابېلو لاملونو له کبله یې له ۷۰ تر۸۰ سلنې زده‌کونکي کم شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی د کورسونو د زده‌کونکو په شمیر کې د کموالي لامل، د نظام بدلېدل، د ځینو کسان وزګاره کېدل، د دولتي کارکونکو پر خپل وخت د تنخواوو نه ورکول او اقتصادي او ځینې نور لاملونه بولي.

د کابل ځینو سیمو کې بیا د ښوونیز کورسونو مسوولان وايي، په فیس او د زده‌کونکو په شمېر کې یې له پنځوسو تر شپیته سلنې کموالی راغلی دی.

د ښوونیز کورس یو استاد علي شېرزاد وویل، د هېواد نامعلوم برخلیک، اوسنی سیاسي او اقتصادي وضعیت او د زده‌کړو بهیر ټکني‌کېدو د زده‌کونکو په روحیې منفي اغیز کړی دی.

نوموړی زیاتوي، ګڼ‌شمېر زده‌کونکې سره له دې چې ټولګي کې ناست وي، خو په دې فکر کوي چې راتلونکې به یې څنګه وي او څنګه وکولای شي، کوم بهرني هېواد ته لاړ شي.

د ښوونیزو کورسونو ځینې زده‌کونکي هم وایي، سره له دې چې درسونو ته ورځي، خو فکر یې سم نه‌‌وي او نه‌شي کولای، څنګه چې اړینه ده هغه څه له درسونو زده‌کړي.

زده‌کونکې صمیمه چې یوه ښونیز کورس کې انځور ګري کوي وایي، د کابل پوهنتون زده‌کونکې وه او اوس هغه او د دې په څېر نورو ته د زده‌کړو د دوام اجازه نه‌ورکول کېږي چې دغه کار پرې بد اغیز کړی. زده‌کونکی حمیدالله ارسلان هم وایي، د کورس په درسونو کې ګډون کوي، خو راتلونکې ته پریشانه او له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کی ده چې د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو په وار وار ویلي، د نجونو له زده‌کړو سره مخالفت نه‌لري او په داسې طرحې کار کوي چې پر بنسټ به یې ټولو نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د اسلامي امارت مسوولان زیاتوي، د هلکانو د زده‌کړو د کیفیت لوړولو او اسانتیاو برابرولو لپاره هم هڅې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام