Asset 1SWN

په رسنیزو چارو کې لاسوهنې؛ حکومتي ادارې یې د مخنیوي لپاره هوکړه‌لیکونه لاسلیکوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان وايي، د رسنیو په چارو کې د بېلابېلو حکومتي ادارو د مخنیوي لپاره به له امنیتي ادارو، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر او بهرنیو چارو وزارتونو سره هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل، اسلامي امارت په هېواد کې د رسنیز فعالیت ملاتړ ته ژمن دی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت یواځینی ادرس دی چې د رسنیزو چارو د تنظیم مسوولیت پر غاړه لري او نورې ادارې د رسنیو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې مشر حجت‌الله مجددي وايي، لا هم د افغان رسنیو پر وړاندې ننګونې شته او اړتیا ده چې له منځه یووړل شي.

د نوموړي په وینا، مالي ستونزې، اطلاعاتو ته نه لاسرسی او په رسنیزو چارو کې د نامسووله حکومتي ادارو لاسوهنې هغه ننګونې دي چې د رسنیو فعالیت یې له ستونزو سره مخ کړی دی. هغه زیاتوي چې اوس د مالي ستونزو له کبله په هېواد کې یوه چاپي رسنۍ هم فعالیت نه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو راهیسې ۲۲۵ تصویري، غږیزې او چاپي رسنیو د بېلابېلو ستونزو له کبله فعالیت پريښی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام