د ازموینو ملي ادارې مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د روان کال د غويي میاشتې پر ۸مه نېټه د ۱۴۰۰ کال د کانکور ازموینې پیلېدو خبر ورکړ چې په وینا يې، په درېوو پړاوونو کې به واخیستل شي.

خو له دولسم ټولګي څخه فارغ زده‌کوونکي او د کانکور ګډونوال د دې ازموینې په اړه اندېښمن دي او په وینا یې، د کورونا له امله يې درسونه نه دي ویلي او ډېر امکان شته چې په دې ازموینو کې بې‌پایلې پاتې شي.

مهنا رسولي او زهره احمدي چې د سږ کال په کانکور ازموینه کې ګډون کوي وايي، په ښوونځي کې یې د کورونا له کبله درسونه نه دي لوستي او د دولسم ټولګي د پای ازموینه کې یې هم له چمتووالي پرته ګډون کړی دی.

د دوی په خبره، که څه هم تېر کال ښوونځي تړلي وو او لازم درسونه نه یې نه دي لوستي، خو یوازې د ښوونځي په درسونو د کانکور ازموینه کې بریالي کېدل هم سخت دي. زهره وايي، چا چې کورسونه نه وي لوستي او د کانکور ازموینې ته یې بشپړ چمتووالی نه وي نیولی، یوازې د ښوونځي په کمو درسونو په یاده ازموینه کې نه شي بریالي کېدای.

په همدې حال کې د ازموینو ملي اداره وايي، سږ کال به په ۳۴ ولایتونو کې ۲۰۰ زره کسان د کانکور ازموینه کې ګډون وکړي. د ازموینو ملي ادارې عملیاتي او تخنیکي رییس یما امان وايي، د یادو ګډونوالو له ډلې به یو لک او ۴۳ زره ونیسي چې ۷۲ زره به یې د لوړو زده‌کړو لپاره چې ۳۳ سلنه د نارینه‌وو او ۲۰ سلنه هم د ښځینه‌وو لپاره ځانګړي شوي دي.

د هغه په خبره، ۴۵ سلنه جذب لپاره بیا نارینه او ښځینه دواړه سیالي کولای شي. امان زیاتوي، د کانکور ازموینې ۳۰ زره ګډونوال به انسټېټیوټونو، ۲۲ زره او ۳ سوه دارالعلومونو او ۱۰ زره او ۳۰۰ به هم د لوړو زده‌کړو وزارت د شپې پروګرامونو ته جذب شي.

ټاکل شوې د سږ کال کانکور ازموینه په درېوو پړاوونو کې چې لومړی پړاو به یې د غويي له ۸مې تر ۱۰مې نېټې پورې په ۲۵ ولایتونو کې واخیستل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام