یوشمېر کارپوهان د افغانستان په اوسني سرپرست حکومت کې د سایبري او د خلکو د اطلاعاتو امنیت په اړه اندېښمن دي.
د دوی په وینا، اوسنی سرپرست حکومت په انټرنټي سایټونو کې د اطلاعاتو او برښنايي سېټسمونو د امنیت خوندیتوب لپاره منظم او بنسټیزه تګلاره نه لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پوهنتون استاد او د سایبري امنیت کارپوه سلیم ساعي سلاموطندار ته وویل: «سایبري امنیت یوې منظمې تګلارې، سېسټمونو او خوندي شبکو پورې تړاو لري. مسلکي ارزونې او کسانو ته اړتیا لري. د همدې لپاره افغانستان کې الکترونیکي حکومتولي د مسلکي کسانو او تګلارو له کبله له ننګونو سره مخ ده.»
د سایبري امنیت یو بل کارپوه هادي نواندېش وايي چې حکومت د خپلو وګړو د اطلاعاتو د خوندیتوب او ساتنې مسوولیت لري او دې برخه کې باید جدي واوسي.
د نوموړي په وینا، افغانستان کې وروستیو سیاسي تحولاتو او د مسلکي کسانو وتل، دغه هېواد کې د اطلاعاتو امنیت ته زیان رسولی دی. دا په داسې حال کې ده چې په تازهګۍ سره داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د سرپرست حکومت د دفاع وزارت سایټ هک شوی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي دغه راپورونه ردوي، خو د خلکو د الکترونکي اطلاعاتو د خوندیتوب لپاره د حکومت د پلانونو په اړه څه نه وايي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې افغانستان کې ټکنالوژي او مخابرات تل له ننګونو سره مخ وو او په دې برخه کې تراوسه منظمه تګلاره او پالیسي نه ده جوړه شوې.