تاجکستان د روانې میلادي میاشتې په ۲۷ او ۲۸ د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د څلورمې امنیتي ناستې کوربه و. په دې غونډه کې د هند، چین، ایران، روسیې، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان او تاجکستان د امنیت شورا سلاکارانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د سیمې د هېوادونو د امنیت شورا سلاکارانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون او فعالیت څخه اندېښنه څرګنده کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روسیې د امنیت شورا سلاکار نیکولا پاتروشف په دې ناسته کې ویلي چې دا مهال نږدې ۲۰ ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي. نوموړي داعش ډله په دغه هېواد کې ستره ترهګره ډله بللې ده.

 بل‌خوا د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار علي شمخاني ویلي، داسې شواهد شته چې د سیمې یو‌شمېر هېوادونه افغانستان ته د ترهګرو په لېږد کې لاس لري.

په همدې حال کې یو‌شمېر شنونکي افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور تاییدوي او هغه د سیمې او نړۍ د استخباراتو پروژې بولي. د سیاسي چارو شنونکی ثمر سادات وايي چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د دې لامل شوی، څو د سیمې هېوادونه د افغانستان له خاورې د ګواښ احساس وکړي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان پر پولو نه کنټرول او خلاص سرحدونه، ناامنۍ او د نشه‌يي توکو کښت دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو لپاره د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

بل‌خوا د پوځي چارو شنونکی میاګل خالد وايي، د اسلامي امارت ژمنو ته په پام، تراوسه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه ناڅرګند دي. د نوموړي په وینا، که چېرته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونه په اړه شوې ادعاوې سمې وي، اسلامي امارت یې باید مخه ونیسي.

په تاجکستان کې د سیمې هېوادونو د امنیت شورا د سلاکارانو ناسته داسې مهال جوړېږي چې له دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو، په افغانستان کې د داعش او القاعده په څېر ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتو په تړاو مو د اسلامي امارت د مسوولانو د نظر اخستلو هڅه وکړه، خو په نظر اخستو یې بریالي نه شوو. خو اسلامي امارت په وار وار ویلي چې دوی به هېڅ‌ ترهګرې ډلې ته اجازه ورنه کړي، څو په افغانستان کې فعالیت وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام