Asset 1SWN

متقي: له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتل د ا.ا پالیسي ده

mut

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون سره د لیدنې پر مهال ویلي، له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتل د ا.ا پالیسي ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل د چهارشنبې پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې امیرخان متقي په دې ناسته کې تمه ښودلې چې د دوحې راتلونکې غونډه به د نړۍ او افغانستان ترمنځ د اړیکو نوی څپرکی پرانېزي.

هغه د متقي له خولې زیاته کړې چې اسلامي امارت د دوحې ناستې په اړه مثبت نظر لري او په دې غونډه کې پر مانالرونکي ګډون غور کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تکل زیاته کړې چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې په لندنه کې د ځانګړو استازیو د غونډې، په اروپا کې افغانانو ته د کونسلي خدمتونو وړاندې کولو او له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام