Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان نن نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې لوبه کوي

1560880321-AP_19169626408963

د اسټرالیا په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۲ کال شل اووره نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د انګلستان پر وړاندې خپله لومړۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته ۳.۳۰ بجې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یاده سیالي د اسټرالیا په پرټ لوبغالي کې کېږي چې شاوخوا د ۶۰۰۰۰ نندارچیانو لپاره جوړ شوی دی. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې په خپلو وروستیو پنځو سیالیو کې درې بایللي او دوه یې ګټلي دي.

انګلستان بیا وروستیو پنځو لوبو کې څلور ګټلي او یوه لوبه یې د باران له امله لغوه شوې ده.

افغانستان او انګلستان تر دې مهاله د شل اووره نړیوالو سیالیو په لړ کې دوه ځلې سره مخ شوي چې دواړه لوبې یې د انګلستان په ګټه پای ته رسېدلې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

انګلستان په ۲۰۱۲ کې لومړي شل اووره سیالي له افغانستان څخه د ۱۱۶ منډو په توپیر او دویمه سیالي یې په ۲۰۱۶ کال کې د  ۱۵ منډو په توپیر له افغانستانه ګټلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام