Asset 1SWN

افغان نولس کلنې ملي لوبډلې دویمه یو ورځنۍ لوبه بنګلدېش ته وبایلله

335874041_565775308890199_7492759120926810054_n

د  افغانستان د کرېکټ نولس کلنې ملي لوبډلې د بنګلدېش د کرېکټ نولس کلنې ملي لوبډلې ته دویمه یو ورځنۍ لوبه د ۶۳ منډو په توپیر وبایلله.

په دغه لوبه کې د بنګلدېش د کرېکټ نولس کلنې ملي لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او افغانسنتان ته یې د ۲۳۲ منډو هدف ورکړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان لپاره په توپ‌اچوونه کې یو ځل بیا ځوان چټک توپ‌اچوونکي یما عرب څلور وېکټې ترلاسه کړې.

افغان نولس کلنه لوبډله توپوهنه کې پاتې راغله او ټوله لوبډله په ۱۶۸ منډو وسوځېده. په توپوهنه کې سهیل خان ښه وځلېد او ۸۹ منډې یې جوړې کړې.

د بنګلدېشۍ لوبډلې په دې بریا سره د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وروسته به د افغانستان، بنګلدېش او سریلانکا نولس کلنې ملي لوبډلې په درې اړخیزې لوبلړۍ کې سره مخ شي. دغه لوبلړۍ به راتلونکې شنبه پیل شي او لومړی لوبه کې به یو ځل بیا افغان نولس کلن د بنګلدېش پر وړاندې ولوبېږی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام