په دې وروستیو کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د «څارویو د پوستکي» یا لمپي سکېن ناروغۍ خپرېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي چې ګواکې دغه ناروغۍ ګواښونکې ده او له څارویو انسان ته سرایت کوي.

له همدې امله په ځینو ولایتونو کې محلي چارواکو د غټ څاروي یا «غواګانو» د غوښې پر خرڅلاو بندیز هم لګولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې تړاو نن د کابل پوهنتون کې په جوړ شوي یوه کنفرانس کې د یاد پوهنتون استادان وايي، تراوسه داسې څه نه دي موندل شوي چې له مخې دې، دغه ناروغي له څاروي انسان ته ولېږدول شي.

د کابل پوهنتون استادان وايي چې دغه ناروغۍ له «میاشې یا مچ» حیوان ته انتقالېږي. د کابل پوهنتون د وټرنري پوهنځي د پاراکلینیک څانګې امر اسدالله صمدي دې ناسته کې وویل، که پر دې ناروغۍ ډېر څاروي اخته کېږي، د افغانستان اقتصاد ته به په ورځنۍ کچه نږدې ۱۰ میلیونه ډالر زیان ورسوي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت استازی اندېښنه څرګنده کړه چې په څارویو کې د لمپي سکېن ناروغۍ خپرېدل به په افغانستان کې د مالدارۍ  سکټور او حیواني محصولاتو د کمښت لامل شي چې په پایله کې به د خلکو اقتصاد ته سخت زیان ورسوي.

د عامې روغتیا وزارت استازی ډاکټر نصیراحمد ستانکزی وايي، د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره دوی د نورو بنسټونو په همکاري افغانستان ته واکسین واردوي.

بل‌خوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د حیواني ناروغیو د کنټرول رییس ډاکټر ابراهیم فروتن دې کنفرانس ته وویل چې په ننګرهار کې دولتي چارواکو خلکو ته ناسمې لارښوونې کړې چې نامسوولانه دي.

هغه وايي، د کرنې وزارت به په راتلونکو ورځو کې د څارویو د پوستکي یا لمپي سکېن ناروغۍ د خپرېدو مخنيوي په موخه په ټول هېواد کې يو کمپاين پيل کړي. نوموړی وايي، په ټول هېواد کې د وزارت کارکوونکو ته امر شوی چې د دغې ناروغۍ په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

په ورته مهال کابل پوهنتون کې د لمپي سکېن ناروغۍ په اړه جوړ شوي کنفرانس ته د کابل ښاروالي استازي احمدضیا خالد وویل، دغسې کومه ناروغۍ تروسه کابل کې نه ده خپره شوې او نه هم ښاروالي د څارویو د غوښې پر خرڅلا بندیز لګولی دی.

په ورته مهال په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له خپرېدو سره داسې خبرونه هم ورکړل شوي چې یو‌شمېر ناوړه ګټه اخیستونکي کسان د دې حیواني ناروغۍ د واکسین په پلمه له مال لرونکو څخه ډېرې پیسې اخلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په داسې حال کې چې دا ناروغۍ کوم ځانګړی واکسین نه‌لري، خو اوس یوازې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره د «وزې او پسونو» له واکسین څخه کار اخیستل کېږي چې په ډېره ټيټه بیه په بازارونو کې موندل کېدای شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام