Asset 1SWN

د افغانستان هوايي کارګو فعالیت پیل کړ

کارګوووووووووووو

د هوايي دهلېز له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد اسانتیا په موخه د مفید لوجستیکي ګروپ یوې هوايي کارګو خپل فعالیت پیل کړ. د دغه شرکت یو مسوول عبدالکریم عارفي وايي، له دې وروسته به له افغانستان څخه سوداګریز توکي په عمده او پرچون ډول په بېلابېلو بیو صادر شي.

هغه زیاتوي چې نن د دې کارګو له لارې ۱۸ ټنه سوداګریز توکي هېواد ته را لېږدول شوي او په خبره یې، ټول افغان سوداګر کولای شي له دې لارې د نړۍ ټولو هېوادونو ته لېږد رالېږد وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، د افغانستان د سوداګریز توکو لېږد رالېږد باید د انحصار پر ځای، پر سیالۍ بدل شي او په وینا یې، هڅه کوي چې د هېواد د صادراتو کچه زیاته کړي.

عزیزي زیاتوي چې افغانستان د چین په بازارونو کې سیالي ونه شوای کړای او همدا لامل و چې پر وخت یې د کرنیزو توکو د پلور لپاره د ګاونډیو هېوادونو بازارونه غوره کړل.

په همدې حال کې يوشمېر سوداګر او پانګهوال د هوايي کارګو پرانېستل مهم ګڼي او وايي، د سوداګریزو توکو د لېږد پر مهال بايد سوداګرو ته کم لګښت په پام کې ونيول شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مومند وايي، اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادارت او واردات عادي حالت ته راغلي او په وینا یې، د مفید شرکت مسوولان هم باید د افغانستان د سوداګرۍ قوانین په پام کې ونیسي.

د یادونې ده چې افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او له ګاونډیو هېوادونو، په تېره ایران او پاکستان سره د نازکو اړیکو له کبله اړ دی چې ډېر صادرات له هوايي لارې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام