Asset 1SWN

د امام ابوحنیفه نندارتون کې د ۴۵میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي

2

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې نن یکشنبه «زمري لومړۍ» کابل کې د امام ابوحنیفه د اووه ورځني نړیوال نندارتون په پای کې یوشمېر سوداګرو د خپلو تولیداتو د پلور لپاره قراردادونه ترلاسه کړي دي.

دوی زیاتوي چې یاد نندارتون کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵۰۰ قراردادونه لاسلیک شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند وویل: «دې نندارتون کې د ۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي او یوازې د مېرمنو له عرفو څخه ۴۱ میلیونه افغانۍ خرڅلاو شوی او ټول خرڅلاو ۵۰ میلیونه افغانۍ دی.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خیرالدین مایل احمدي وویل چې یاد نندارتون کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د همکاریو څه باندې ۵۰۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي. د نوموړي په وینا: «دې نندارتون کې ۵۰۰ کوچني او لوی هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي چې دا یوه ښه لاسته‌راوړنه ده.»

په ورته وخت کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولان بیا وايي، په پام کې لري چې نږدې راتلونکې کې افغاني تولیدات قزاقستان کې یوه نندارتون ته وړاندې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل: «دا نندارتونونه به دوام ولري او ورځ تر بلې به ښه کېږي، څو د سیمې په کچه د افغانستان تولیدات ولرو. ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې له خصوصي سکټور ۷۰ غرفې قزاقستان کې یوه نندارتون کې نندارې ته کېښودل شي.»

بل‌خوا د امام ابوحنیفه د دویم نړیوال نندارتون يوشمېر ګډونوال هم دغه ډول نندارتونونونه د خپلو تولیداتو د پلور لپاره ګټور بولي او وايي، له دغه نندارتون څخه يې ښې پايلې ترلاسه کړي.

تمنا چې دې نندارتون کې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي وویل: «موږ دې نندارتون کې تر ډېره لاسي صنایع درلودې او خرڅلاو مو هم ښه‌وو، قراردادونه وو او باید دا نندارتونونه دوام ولري.»

د نندارتون یوې بلې ګډونوالې زرمینې هم غوښتنه وکړه چې دوی باید ملاتړ وشي او په وینا یې، «ښه ګټه ترلاسه کړي او خرڅلاو مو ښه‌وو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان زیاتوي چې د امام ابوحنیفه دویم نړیوال ۷ ورځني نندارتون څخه ۳۵۰ زره کسانو لیدنه کړې چې د ایران، پاکستان، هند او ترکیې وګړي هم په کې شاملېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د امام ابوحنیفه لومړي نړیوال نندارتون کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د ۲.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌‌لیکونه لاسلیک شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام