د سرپل «انګشت شاه» ته د کورنیو ګرځندویانو ورتګ زیات شوی

هره ورځ زرګونه کورني ګرځندویان د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالي له مرکز نه اته کیلومټره لرې په «شبوکند» سیمه کې د «انګشت شاه» مېله‌ځای ته د چکر لپاره ورځي، خو دغه ګرځندویان یادې سیمې ته د ورغلي واټ د خرابوالي او هلته د لازمو امکاناتو نشتون په اړه شکایت کوي.

جوزجان کې یوه ځوان بهر ته د تګ په پیسو د بادرنګو درې سړې خونې جوړې کړي

د جوزجان اوسېدونکی انصارالحق ځوانانو د کارموندنې په موخه ایران او سعودي عربستان ته د تګ پیسې د بادرنګو د تولید پر درېوو خونو لګولې دي.
هغه د دغه کار موخه پانګونې ته د ځوانانو هڅونې او د نامنظمې کډوالۍ مخنیوي یادوي او وايي، د ټولنې هر غړی خپل مسوولیت لري چې باید سر ته یې ورسوي.

د افغانستان په اړه ناسته؛ افغاني‌سرې میاشتې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مطیع‌الحق خالص د ترکیې په کوربه‌توب د قطر، بریټانیا، اسټرالیا، کاناډا، المان، ناروې، فنلنډ او ډنمارک په ګډه غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې افغانانو سره خپلې مرستې روانې وساتي.

هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د تېرو درېوو شپو او ورځو پرمهال د هېواد بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي، ۷۴ ټپیان او ۴۱ نور لادرکه شوي دي.

اقتصاد وزارت تېر یوه کال کې ۳۷۶ نادولتي موسسو ته کاري جوازونه ورکړي

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې د ۲۱ بهرنیو موسسو په ګډون ۳۷۶ نادولتي موسسو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري لومړۍ نېټه ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام کې خبریالانو ته کړې دي.

میدان‌وردګ کې سېلابونو ۲۲ کسان مړه کړي او ۴۰ لادرکه دي

د میدان‌ وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله ۲۲ کسان مړه شوي او ۴۰ نور لادرکه دي. د یاد ریاست خبرپاڼه زیاتوي چې د سېلابونو له امله د کابل-بامیانو لویه لاره هم د مسافرو د تګ‌ راتګ پرمخ تړل شوې ده.