Asset 1SWN

جوزجان کې یوه ځوان بهر ته د تګ په پیسو د بادرنګو درې سړې خونې جوړې کړي

bad

د جوزجان اوسېدونکی انصارالحق ځوانانو ته د کارموندنې په موخه ایران او سعودي عربستان ته د تګ پیسې د بادرنګو د تولید پر درېوو خونو لګولې دي.

هغه د دغه کار موخه پانګونې ته د ځوانانو هڅونې او د نامنظمې کډوالۍ مخنیوي یادوي او وايي، د ټولنې هر غړی خپل مسوولیت لري چې باید سر ته یې ورسوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «۳۰۰ زره افغانۍ مې لرلې، ټولې کړې مې وې، غوښتل مې ایران، ترکیې یا سعودي عربستان ته ولاړ شم. غوښتل مې پاسپورټ واخلم، پر افغانستان سختې ورځې راغلې. بهر ته ولاړم نه، په دغو ۳۰۰ زره افغانیو مې دا درې سړې خونې جوړې کړې چې د خپلو بچیانو او کورنۍ لګښتونه مې پوره کوي او هم د کارګرانو کېږي.»

په همدې حال کې د دې سړې خونې یوشمېر کارګر وايي، که حکومت او نور بنسټونه یې ملاتړ وکړي، نورو کسانو ته به هم د کار اسانتیاوې برابرې شي. یو کارګر انور وايي، کولای شي چې د حکومت په ملاتړ سره له ۵۰ تر ۲۰۰ کسانو لپاره کار پیدا کړي.

یو بل کارګر عبدالبصیر وايي: «اوس ډېر ښه دی او همدا شنې خونې چې جوړې شوي، خلکو بهر ته د تګ پر ځای د سبزیو کرلو ته مخه کړې او په عوایدو یې د کورنۍ لګښتونه پوره کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په همدې حال کې د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبادالله انصار د دغه ځوان هڅې ستايي او ټینګار کوي چې ملاتړ به یې وکړي.

هغه زیاتوي: «موږ همکاره یوو، هغوی هڅوو او همکاري ورسره کوو. نور ځوانان هم باید هڅه وکړي او کرنه زیاته کړي. په وطن کې انشاالله کارونه ښه کېږي.»

د رسمي معلوماتو پر بنسټ، سږ کال په جوزجان کې پر ۲۱ هېکټاره ځمکې بادرنګ کرل شوي چې پر درې هېکټاره یې هم د بادرنګو د تولید خونې دي. د شمېرو له مخې، په دغو کروندو او سړو خونو کې ۶۶ ټنه بادرنګ تولید شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام