که څه هم په هلمند ولایت کې ګڼ‌شمېر رسنیو د اقتصادي ستونزو او محدودیتونو له امله خپل فعالیتونه پرښيي، خو هغه چې فعالې دي، کارکوونکي یې له معاش پرته کار کوي.

په دغه ولایت کې د یو‌شمېر رسنیو مسوولان وايي چې د اقتصادي ستونزو په دلیل او د مالي ملاتړ د نه‌شتون له کبله یې ګڼ‌شمېر کارکوونکي معاش نه لري او د ګوتو په شمېر کسانو ته میاشتني معاشونه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هلمند کې د یوې محلي راډیو مسوول حافظ‌‌ احمد نصرت سلام‌وطندار ته وايي: «هو بلکل موږ ځان سره داسې ملګري لرو چې هغوی وړیا کار کوي. موږ يې منندوی یو چي بیا هم د دې مسلک څخه لري نه دي تللي او خپلو وطنوالو او هېوادوالو ته خدمات کوي او ځینې کسان لرو چي هغوی ته په ډېره کمه اندازه معاشات زموږ د ادارې له لوري ورکول کېږي.»

هلمند کې د سباوون راډیو د نشراتو مدیر نبي‌ اکمل اندېښنه لري چې که دغه ولایت کې د فعاله رسنیو اقتصادي ستونزې حل‌ نه‌شي، د لا ډېرو رسنیو د سقوط ترڅنګ به، ګڼ خبریالان او د رسنیو کارکونکي د خپل مسلک خلاف نورو بوختیاوو ته مخه کړي .

نبي‌ اکمال وویل: «که چېرې دغه حالات نور هم دوامداره پاته شي، موږ او تاسي په د دې شاهدان یوو چي ډېرې رسنۍ به وتړل شي. ډېر خبریالان به خپل اصلي مسلک څخه مخ واړوي. هر خبریال یوه کورنۍ لري، ماشومان لري، هغه ورپسې دي، نو طبیعي خبره ده چي د دې مسلک څخه به مخ اړوي. برحال کار کوونکي لکه مخکي چي ما تاسو ته وویل، په یوې رسنۍ کي به  څلوېښت یا پنځوسو کسانو کار کاوه، هغه اوس لس پنځلسو ته را رسېدلي دي.»

هلمند کې یو‌شمېر خبریالان هم وايي، دې وروستیو کې چې رسنۍ مالي ستونزو سره مخ شوي، د ډېری خبریالانو معاشونه هم بند شوي دي. دوی وویل، د معاشونو نه ترلاسه کولو په دلیل، ګڼ شمېر د رسنیو کارکونکي دندې پرېږدي.

دا داسې مهال دی چې د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون ویلي، تېر کې د ۶۲۳ فعالو رسنیو له ډلې ۳۱۸ هغه تړل شوي، چې له امله یې د رسنیو د ۴۰۹۰ فعاله کارکوونکو له ډلې شاوخوا ۲۷۳۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د رسنیو ملاتړو بنسټونو د اسلامي امارت له لوري پر رسنیو د فشار زیاتېدو او د لا ډېرو رسنیو تړل کېدو څخه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام