د پاکستان لومړی وزیر: له افغانستانه راته ګواښ نه‌دی پېښ؛ ا.ا: هرکلی ترې کوو

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ د لومړي ځل لپاره له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، له افغانستانه پاکستان ته هېڅ ګواښ نشته او افغانانو هېڅ‌کله پاکستان ته ګواښ نه‌دی پېښ کړی.

د افغانستان سرپرست حکومت د کاکړ له دغو څرګندونو هرکلی کړی دی.

چمن کې یو‌شمېر افغان کډوال د تندې او لوږې له امله بې‌هوښه شوي

افغان کډوال وايي چې د ډیورنډ کرښې پاکستاني لوري ته یو‌شمېر کډوال د خوړو او اوبو کمښت له امله بې‌هوښه شوي دي.

د حکمت‌الله په نوم یوه افغان کډوال سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرو څو ورځو راهیسې چمن کې ولاړ افغان کډوالو ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې

په ۱۳ ولایتونو کې ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي برخه کې ستونزې لري

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې ۱۳ ولایتونو کې افغان مېرمنې په بشپړه توګه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. کابل کې د ملالۍ زېږنتون رییسه ملالۍ رحیم فیضي وايي چې دغه روغتون د ښځینه ډاکټرانو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی.

د فاریاب یوه کلي کې د اوبو کمښت؛ «اته میاشتې کېږي اوبه نه‌لرو»

هېواد کې د څلورم پرله‌پسې کال لپاره د وچکالۍ دوام لامل شوی چې ګڼ‌شمېر ولایتونو کې خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ شي.

د نورو ولایتونو په څېر د فاریاب میمنې ښار «دمقول» کلي اوسېدونکي هم له تېرو اتو میاشتو راهیسې له دغه وضعیت سره لاس او ګرېوان دي.

حکومتي ادارو د دوو میاشتو پرمهال د رسنیو مرکز کې یوازې درې خبري ناستې جوړې کړي

د سلا‌وطندار د څېړنو پر بنسټ، د وروستیو میاشتو پر مهال د حکومتي ادارو له لوري رسنیو ته د اطلاعاتو د ورکړې کچه خورا محدوده شوې ده.

د څېړنو له مخې، د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز چې د حکومتي ادارو د خبري ناستو اصلي مرکز دی، د تېرو دوو میاشتو پر مهال دغه مرکز کې یوازې درې خبري غونډې جوړې شوې دي.

بې‌وزلي او د درملنې لوړې بیې؛ ګڼ‌شمېر افغانان کلونه د ناروغۍ پر بستر پراته وي

هېواد کې د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله ګڼ‌شمېر داسې کسان شته چې کلونه کلونه د ناروغۍ پر بستر پراته دي او د درملنې توان نه‌لري.

خال‌الدین چې د خپلې کورنۍ یوازینی نارینه سرپرست دی او د کابل ښار یوه څنډه کې اوسېږي، له تېر نیم‌کال راهیسې له ورته برخلیک سره مخ دی.

هېواد کې د بې‌وزلو د پور اخیستلو لوړه کچه؛ خلک: له وزګارتیا پوزې ته راغلي یوو

کابل کې یوشمېر کارګر وايي، د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله ستړي شوي او په اوونیو اوونیو ورځنۍ مزدوي ورته نه پیدا کېږي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، له دې وضعیت پوزې ته راغلي او هره ورځ تش لاسونه کور ته ستنېږي. له دې سره د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچې کمولو لپاره یې یو لړ پروګرامونه جوړ کړي دي.

وزګارتیا او اقتصادي ستونزې؛ بې‌وزله کورنۍ: اولادو ته مو خواړه نشو برابرولی

کابل کې یوشمېر بې‌وزله کورنۍ وايي چې د خپلو اولادونو د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو برابرولو توان نه‌لري.

د کابل اوسېدونکې بنفشه د شپږو ماشومانو مور ده. نوموړې سلام‌وطندار ته وايي چې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله ډېری وخت خپل اولادونه نه‌شي مړولی. هغه چې یوه نمجن کور کې ژوند کوي، د کورنۍ سرپرست هم نه‌لري.

روزګان کې د یوې کورنۍ سرپرسته: ټول کال مې یتیمانو څپلۍ نه دي پښو کړي

روزګان کې بې‌وزله او بې‌پرسته کورنۍ وايي چې روان سوړ ژمي کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او بېلابېلې ناروغۍ یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

دغه بې‌پرسته کورنۍ سلام‌وطندار ته وايي چې کور کې د خوړو لپاره څه نه‌لري او په وینا یې، حکومت باید ورسره بېړنۍ مرستې وکړي.

یوه بې‌وزله مور: په دې وېرې شپه سبا کوم چې ماشومان به مې د لوږې له امله ومري

د ژمي د سړې هوا په پراخېدو سره هېواد کې هغه کسان لا له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې د بې‌وزلۍ له امله شپې په لوږه او ورځې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو تېروي. اوږدې جګړې، وچکالۍ او بې‌وزلۍ سربېره د ځینو نورو لاملونو له کبله ګڼ‌شمېر کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې او ډېری دغه کورنۍ د یوې ښې راتلونکې په تمه کابل کې مېشتې شوې.