کابل ښار کې یوشمېر کارګر وايي چې د وزګارتیا او بېوزلۍ له امله ستړي شوي او په اوونیو اوونیو ورځنۍ مزدوي ورته نه پیدا کېږي.
دغه کارګر سلاموطندار ته وايي چې له دې وضعیت پوزې ته راغلي او په وینا یې، هره ورځ تش لاسونه کور ته ستنېږي.
د کابل اوسېدونکي شفېعالله چې د څلور کسیزې کورنۍ سرپرست دی، سلاموطندار ته وویل، اوونۍ کې یوازې یوه یا دوه ورځې ورته کار پیدا کېږي چې دا یې د کورنۍ اړتیاوې نهشي پوره کولای.
هغه زیاته کړه چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ دی، خپلوانو څخه پور وکړي، خو په وینا یې، هغوی پورې نه ورکوي.
نوموړي وویل: «د څلور کسیزې کورنۍ سرپرست یم او دوه ورځې کور کې کار کوم او د خپلې کورنۍ اړتیا پوره کولو لپاره اړ یم چې له خپلوانو مې پور واخلم، کله چې مو پور زیات شي، دوی بیا نور پور نه راکوي.»
اسماعیل چې د بغلان اوسېدونکی دی او د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده، د کار لپاره کابل ښار ته راغلی دی. نوموړی وايي، که بخت یې بېدار وي، اوونۍ کې به یوه ورځ کار وکړي، خو په وینا یې چې د اوونۍ پاتې ورځې وزګاره وي.
نوموړي وویل: «زه له بغلان څخه کابل ته راغلی یم، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوې مې پوره کړم. دلته کابل کې له څو ورځو راهیسې وزګاره یم اړ کېږم چې د خپل ورځني لګښت لپاره مې له خپلوانو مې پور واخلم.»
له دې سره د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، هېواد کې د وزګارتیا او بېوزلۍ کچې کمولو لپاره یې یو لړ پروګرامونه جوړ کړي دي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلاموطندار ته وویل: «د کورنیو ناخالصو تولیداتو ثبات او همداراز پر هغو پروژو پانګونه چې د بېوزلۍ د کمېدو لامل کېږي او همداراز د کرنې، صنعت او کانونو سکټور څخه ملاتړ او کارموندنه زموږ له لومړیتوبونو څخه دي.»
دا په داسې مهال دی چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، د بېوزلۍ له امله د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۰۲۲ کال کې د افغانانو د پور کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې ده.
اوچا ویلي، ۲۰۱۹ کال کې هره کورنۍ په متوسط ډول ۹زره ۷۷۰ افغانۍ پوروړې وه، په داسې حال کې چې تېر ۲۰۲۲ کال کې د هرې کورنۍ د پور متوسطه کچه ۶۰ زرو ته نږدې شوې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې تر دې وړاندې ویلي و، بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر تر ۲۸ میلیونه کسانو لوړ شوی دی.